د ماشومانو ساتنې نړيوالې ادارې (سېف دې چلډرين) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.
راپور کې وچکالي، د تودوخې زیاتوالی، سېلابونو راوتل، ځمکې ښویېدنې، واورو ښویېدنې او توپانونه د بشري وضعیت د بحراني کېدو او د خلکو بې ځایه کېدو لاملونه په ګوته کړې دي.
د ماشومان د ساتنې نړيوالې ادارې افغانستان د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله شپږم زیانمن هېواد ياد کړی، هغه چې د ناورين له اغېزو سره د مطابقت او چمتووالي لږه وړتیا لري.
په راپور کې د افغانستان برخې مسوول له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د لویانو پرتله ماشومان د وچکالۍ او اقليمي بدلون له زیات ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ماشومانو ساتنې نړيوالې ادارې استازی ارشد ملک وايي:« موسمي ناورين په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي. خلک مجبوروي، چې خپل کورونه پرېږدي. د اوبو سرچینې وېجاړوي او ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي. د ماشومانو ژوند بدلوي. د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند په اوږدو کې د وچکالۍ له ګواښ سره ۵.۳ برابره زیات مخامخ دي.»
همداراز په راپور کې نجونې او ښځې د نارینهوو پرتله د اقلیمي بدلون او له موسمي اغېزو زیاتې زيانمنونکې یادې شوې دي.
د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت بیا په ټول هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر ۳۰۸ زره او ۲۹۹ کسان یادوي.
له دې سره د چارو یو شمېر کارپوهان، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طبعی پېښو له امله زیانمنو سره مرستې مهمې ګڼي وايي، د بې ځایه شویو کسانو ترڅنګ زرګونه هغه ماشومان هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې اقتصادي ستونزو له امله درنو کارونو ته اړ شوي او یا نور لاملونو اغېزمن کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« په افغانستان او ځېنو نورو بېوزله هېوادونو کې کورنۍ دې اړ باسي، چې خپلو ماشومانو باندې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه وکړي، چې دا د ماشومانو په روح او روان باندې ډېر منفي تاثیر کوي او دغه ماشومانو په راتلونکې کې یا ټول عمر دغه تکلیفونه چې دوی لیدلي، له دې متضرره او متاثره وي.»
ځيني نور کارپوهان له سرپرست حکومته غواړي، چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ته دې د زدهکړو زمينه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی داوود خان شېراز وايي:« دواړو ته هم اسلامي امارت او هم د ماشومانو پر ادارې غږ کوم، چې افغانستان کې ماشومانو ته په سمه توګه خپله وجیبه ادا کړي او ماشومانو ته کار وکړي، هغه ماشومانو دې له شاقه کارونو راوباسي او زده کړو ته یې اړ باسي، چې زده کړې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله روان کال ۶۰۰زره افغان مېرمنې له ځانګړو غذايي موادو بې برخې کېږي.