Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سيګار: تېرو درېیو کلونو کې امریکا او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره څه باندې  ۷ میلیارده ډالر مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/06

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا څار ادارې (سیګار) په خپل درې میاشتني راپور کې ګڼو برخو ته اشاره کړې.

په دې ۱۵۴مخیز راپور کې ویل شوي، چې امریکا او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په تېرو درېیو کلونو کې د بشري مرستو په اډانه کې له افغانانو سره څه باندې اووه میلیارده ډالرو او د اړتیا وړ توکو په برخه کې څه باندې څلور میلیارده ډالر مرسته کړې.

راپور کاږي، چې په دې موده امریکا په یوازې ځان په بشري او د بیارغونې چارو په برخو کې ۳.۲میلیارد ډالره مرسته کړې، چې تر ټولو لوی مرسته رسوونکو هېواد یاد شوی.

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې اداره وايي:« واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د نړیوالو بشري مرستندویه سازمانانو لخوا په دې موده کې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې له اووه میلیارد ډالرو او د لومړنیو اړتیا وړ توکو د پوره کولو په برخه کې له څلورو میلیارد ډالرو څخه ډېره مرسته شوې. خو پر دې سربېره لا هم افغانستان له پراخې بېوزلۍ سره مخ دی. چې دغه چاره افغانان د اقلیمي بدلون له کبله د هغو طبیعي پېښو پر وړاندې لا زیانمنوي، چې موږ یې له تېرو څو کلونو راهیسې شاهدان یوو.»

راپور کې دغه راز  ویل شوي، په سویس کې په امانت صندوق کې د افغانستان کنګل شوې ۳.۵ میلیارده ډالر پانګه د روان کال تر جون میاشتې  ۳.۸۴ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې.

د اقتصاد وزرات مسوولین د نړۍوالو مرستو سره سره د بېوزلۍ په کچه کې د بدلون د نه راتلو اصلي لامل د پراختیايي پروژه په نسبت د مرستو ټول تمرکز پر بشري مرستو ګڼي.

سیګار واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو یوازې اووه میاشتې وروسته د ۲۰۲۲م ز کال په اپریل کې، د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، خرڅلاو، پروسس او مصرف د بشپړ بندیز په برخه کې د حکومت مشرتابه حکم ګټور بللی، هغه څه چې په وینا یې امریکا په ۲۰ کلونو کې او د ۹ میلیارده ډالرو پر لګولو سربېره په کې پاتې راغلې.

راپور کې د ملګرو ملتونو له خولې لیکل شوي، چې د واک د لومړیو ورځو په پرتله د افغانستان له سرپرست حکومت سره سیمه ییزه سیاسي، اقتصادي، ټرازیتي او سوداګریزه همکاري زیاته شوې او د داعش په ګډون له ورته وسله والو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ په امنیتي برخه کې  د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:« د لوږې یوه مشخصه برخه یې ساتلې، پداسې حال کې چې لوږه شتون لري او باید کار هم ورته شوی وی؛ نو پر دې اساس فکر کوم چې د دغو مرستو ناسم حرکت چې باید په تولیدي، کرنیزو، صنعت او سوداګرۍ برخو کې شوې وی، نه دي شوي بلکې د فقر کچې لوړېدو د مخنیوي لپاره چې نوره یې کچه لوړ نشي ترسره شوې دي.»

خو له دې هر سره سره، یادې ادارې د ټولګډونه حکومت نه جوړېدل، پر بشري حقونو لګېدلي بندیزونه، بشري مرستو کې لاسوهنې او د ښځو پر کار او زدکړو محدودیتونو ترڅنګ د ورته مواردو له کبله پر سرپرست نیوکه کړې.

دې ادارې له افغانستان سره د امریکا لخوا د هرو لسو او څوارلسو ورځو ترمنځ په نقدي ډول د ۸۰ میلیونه ډالرو کڅوړو مرسته د افغانیو د ارزښت او ثبات په ساتلو  کې حیاتي بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist