ټاکل شوې ده، چې د اسلامي همکاریو نړيوال سازمان غړيو هېوادونو بهرنیو چارو په د سعودي عربستان په جدې ښار کې د درېيو ورځو لپاره د اسلامي هېوادونو پر اړوند مسايلو سربېره، د افغانستان پر وضعيت هم بحث وکړي.
د دې سازمان سرمنشي د افغان سولې او ثبات په برخه کې د اسلامي همکاريو نړيوال سازمان هڅې مؤثرې بولي او وايي، ياد سازمان د خپل مسوولیت له مخې ژمن دی، څو د اسلامي هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم د واقعي سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د اسلامي همکاريو نړيوال سازمان په جدې کې د غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو ۵۰مې ناستې له پيل سره جوخت، د اسلامي هېوادونو وضعيت په تړاو راپور خپور کړی او په کې د دې سازمان سرمنشي له قوله ډاډ ورکړل شوی، چې په اسلامي هېوادونو او افغانستان کې روان وضعيت به د حقايقو په رڼا کې وڅېړل شي.
د راپور یوه برخه:« د افغانستان وضعیت په اړه د سازمان هڅې او نوښتونه دا دي، چې دغه سازمان په ټولو غړو هېوادونو کې سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ رامنځته کول، په غير غړو هېوادونو کې د مسلمانو ټولنو او لږکيو د حقونو دفاع او دوی ته د دې سازمان له لوري د بشر دوستانه مرستو رسول دي.»
سرپرست حکومت هم د افغانستان په مسايلو کې د اسلامي همکاريو سازمان هڅې تائيدوي، خو ټينګار کوي، چې دغه سازمان دې د پراختيايي پروژو په تطبيق، د بانکي ستونزو په حل او دغه راز د کابل او نړيوالو ترمنځ د اړيکو په رغولو کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو په ټېنګښت کې دې دغه سازمان د افغانستان اسلامي امارت سره دې له نږدې کار وکړي، همدا راز ځېنې هغه پرمختیايي پروژې چې د اسلامي همکاریو سازمان پورې اړه لري، یا د بانکوالۍ په سیستم کې د همکارۍ او مرستې ته کېږي، همدا شان د پالیسو په برخه کې دې له هېوادونو سره د اړیکو په تامین کې که دوی څومره رول لرلی شي، هغه توقع لرو، چې دوی باید د افغانستان اسلامي امارت سره باید همکار واوسي.»
د اسلامي همکاريو سازمان په روانه ناسته کې په غزې کې روانه جګړه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف بلل شوې او د دې سازمان غړيو هېوادونو استازي به په راتلونکو ورځو کې د غزې پر وضعيت هم بحثونه وکړي.
که څه هم د ياد سازمان په راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو واضيح څه نه دي ويلي، خو کارپوهان په عموم کې پر حقونو د دې سازمان ټينګار پر افغان ښځو لګول شويو محدوديتونه ته اشاره بولي.
ځيني نور د اسلامي همکاريو سازمان له لوري د افغانستان پر مسايلو بحث، له نړيوالو سره د کابل د اړيکو رغولو هڅه يادوي، خو غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې هم د نړيوالو مشروع غوښتنو په اړه نرمښت اختيار کړي.
د سیاسي چارو کارپوه شېر حسن حسن وايي:« خبرې اترې ورباندې کېږي او افغانستان ته مشورې ورکول کېږي، ستونزې په ګوته کېږي د هغې حلارې سنجول کېږي، هغه د افغانستان لپاره ګټوره ده، په ځانګړي ډول بیا د اسلامي همکاریو سازمان کومه ناسته چې هلته ډېری له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د اسلامي امارت د هغو ستونزو چې دا اوس افغانان ورسره مخ دي او اسلامي امارت د یوه دولت په توګه باندې ورسره مخ دی. »
اسلامي همکاریو سازمان، چې د افغانستان په ګډون ۵۷ غړي هیوادونه لري، وخت ناوخت د افغانستان او په اسلامي هېوادونو کې د وضعيت څېړلو لپاره ناستې کوي.
دې سازمان د تېر کال د وږي پر ۱۱ مه افغانستان ته د ځانګړي استازي طارق علي بخیت پهر مشرۍ پلاوی رالېږلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې ښځو ته د کار او نجونو ته يې د زدهکړو اجازې پر ورکولو ټينګار کړی و.