د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د کابل- تهران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا فرصتونو پر موضوع علمي بحث کړی.
دې وزارت په يوه بيان کې تمه ښودلې، چې په ايران کې د مسعود پزشکيان پر مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره به د کابل او تهران په مناسباتو کې تحرک زيات او متقابلې اړيکې لا پراختيا ومومي.
د بيان له مخې، د ياد بحث د ګډونوالو له ليدلوري له افغانستان سره د اړیکو موضوع د ایران لپاره خورا ارزښتناکه ګڼل شوې.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې:« دا چې مسعود پزشکیان له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی، هیله بښوونکې نقطه ده. یو شمېر ګډې ننګونې هم شته، چې پر فرصتونو بدلېدای شي. د داعش ډلې ګواښ، ګډه پوله، نشهیي توکي چې اسلامي امارت ورسره بریالۍ مبارزه کړې، کډوالي، انساني قاچاق او داسې نور هغه ننګونې دي، چې د دوه اړخیز تعامل په صورت کې پر فرصتونو بدلېدای شي.»
په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، وهلو ټکولو او زور يې د اخراج لړۍ پر دوام په ایران کې مېشتو افغانانو د غږ او انځور نه خپرېدو په شرط شمشاد ته په لېږلي پيغام کې ويلي، په ايران کې د پولیسو له خوا ورسره ناوړه چلن او زور زیاتی ډېر او له امله یې ستونزې څو برابره زياتې شوي دي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې له ایران سره د افغان کډوالو پر وړاندې د روان زور زیاتي مخنیوي په اړه خبرې وکړي.
ایران کې مېشت یو افغان کډوال وايي:« زه یو له هغو افغان کډوالو یم، چې په ایران کې اوسیږم. له بده مرغه په وروستیو میاشتو کې موږ له افغان کډوالو سره د غیر قانوني او غیر عادلانه چلن په پېښو کې زیاتوالی لیدلی دی. د ایراني پولیسو په دې اقداماتو کې غیرقانوني توقیف، جبري اخراج او بنسټیزو خدمتونو لکه روغتیا او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي نشتوالی شامل دي او روان وضعیت د افغان کډوالو په منځ کې جدي اندیښنې پیدا کړې او د ډېرو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غواړي، چې پر ایران او پاکستان فشار راوړي، څو دغلته له افغان کډوالو سره له روان تاوتریخوالي او د دوی له ځورولو لاس واخلي.
دوی له سرپرست حکومته هم غواړي، چې د خپل مکلفيت له مخې د افغانانو پر وړاندې د روان وضعيت په اړه چوپتيا ماته او د دوی حقونه تامين کړي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« له بلخوا ایران او پاکستان د دغو فشارونو په وسیله چې په کډوالو باندې یې راوړي، دوی د طالبانو حکومت اړ کوي، چې د دغو هېوادونو سیاسي اهدافو ته پام وکړي، تاسو په خپله ګورئ، چې ویډیوګانې نشر کېږي، په خپله ایراني پولیس دي، چې په څه فجیع شکل سره افغانان وهي. دا د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت دی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې ونیسي او په دې مساله کې باید جدي اقدام وکړي.»
په دې تړاو مو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت سره پرلپسۍ اړیکې وکړې، خو ځواب يې را نه کړ.
له دې وړاندې سرپرست حکومت ويلي ول، د کوربه هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره ناوړه چلن ورته د منلو نه دی او دغه راز یې ایران او ځېنو نورو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې، چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلنده لاس واخلي.