Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

رینا امیري: پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه ناوړه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/01

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکا په کانګرس کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې ويلي، د سرپرست حکومت له خوا په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې اعلان شوې سزاوې “ناوړه” وې.

امیري د امریکا استازو جرګې ته په خبرو کې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې سرپرست حکومت هغه ارزښتونه په بنسټیز ډول له منځه وړي، چې افغانانو په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړي وو.

امیري ټینګار کړی، چې نړۍ باید دا یقیني کړي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي.

هغې زیاته کړې:« موږ د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی. تر هغې چې د افغانستان حکومت پر نړیوالو لومړیتوبونو عمل ونه کړي. موږ به هم د تعامل اقدام ونه کړو. زموږ لومړیتوبونه دا دي، چې یقیني شو، چې افغانستان په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو او بشري وضعیت زموږ لپاره لومړیتوب لري او موږ یې د تامین هڅه کوو.»

امیري داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض یادونه کوي، چې هم‌مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې، چې د وروستيو درېيو مياشتو پېښو ته په کې کتنه شوې، چې د بشري حقونو د نقض اړوند ۷۵ پېښې یې په کې مستندې کړي.

په دغه راپور کې د ښځو او نجونو حقونو، ملکي مرګ ژوبلې، په بدخشان کې د کوکنارو اړولو عملیات، د پولې په اوږدو کې پېښې، د رسنیو ازادي، د پخواني حکومت او نظامي چارواکو، عدلي اجرات او بدني سزاوو تلفات او ټپيانو ارقام بیان کړې دي.

د راپور یوه برخه:« د نورو بشري محدودیتونو ترڅنګ له اپریل څخه د جون تر۳۰مې د بشري حقونو وضعيت په برخه کې لږ تر لږه۶۰ د شکنجو او ناوړه چلن پېښې ثبت شوي، چې ۱۰ مورده یې د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو اړوند دي او ۵ کسان وژل شوي، چې ۴ یې نامالومو کسانو او یو هغه یې د واکمنو چارواکو له لوری مستند شوی دی. پر همدغه درې میاشتني راپور کې د یوناما د بشری حقونو څانګې پر ۱۷۹ کسانو، چې ۱۴۷ یې نارینه او ۲۸ تنه يې ښځې دي، د قضايي بدني مجازاتو پېښې مستندې کړې دي.»

د دې ادعاوو په تړاو مو د سرپرست حکومت اړوند مسوولین وپوښتل، خو د يوناما او امريکايي چارواکو دې څرګندونو ته يې غبرګون ونه ښود.

خو د سیاسي چارو شنونکي د نړیوالو دغه ډول څرګندونې د یوې برخې په تائيدولو سره وایي، چې سرپرست حکومت باید د مسوول حکومت په توګه د ملت مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« دا چې ملګري ملتونه یا نور هېوادونه نېوکه کوي، چې په افغانستان کې د بشر حقوق نه مراعت کېږي،  څه نا څه سمه ده، د نجونو ښوونځي خلاص نه دي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې نه دي، د کار حق نه ورکول کېږي، بل دا چې سیاسي ونډه ښځو ته نه ورکول کېږي، دا ټولو د بشري حقوقو نقض بلل کېږي.»

د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist