په افغانستان کې واک بیا ځلې د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، د سیمې ځېنو هېوادونو په ګډون نړیوالې ټولنې او په تېره بیا امریکا د داعش ډلې د حضور او پراخېدو په تړاو اندېښنې ښودلي.
تازه د امریکا د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال ویلي، د سرپرست حکومت له راتګ او د بګرام په ګډون د افغانستان د یو شمېر زندانونو له ماتېدو وروسته د داعش زرګونه جنګیالي په افغانستان، پاکستان او تاجکستان کې خواره شوي دي.
د مککال په خبره، دغه ډله اوس په دې هڅه کې ده، چې د سیمې په ګډون هېوادونه وګواښي او د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شي.
هغه زیاته کړې:« هغه څه، چې زه یې سخت اندېښمن کړی یم، دا دي، چې تاسو د افغانستان پرځېدل تجربه کړي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش زرګونه وسلهوال د بګرام له زندانه ازاد شوې او ځانونه یې د خراسان په نوم سیمې ته چې پاکستان، افغانستان او تاجکستان رانغاړي؛ رسولي. دوی د ځان لپاره لاره جوړوي او غواړي د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شي.»
مککال د سرحدي تګلارو په برخه کې د بایډن پر تګلارو نیوکه کړې او دا یې پر امریکا د داعش ډلې په څېر د وسله والو ډلو د برېد یو چانس بللی.
د اسلامي امارت مرستیال حمدالله فطرت وايي، داعش ډلې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال پراخ حضور درلود او په لویه کچه یې سربازګیري کوله؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د داعش ډلې پر وړاندې جدي اقدامات شوي او د دې ډلې ریښې یې وچې کړي دي.
هغه زیاتوي:« دا یو واقعیت دی، چې د امریکایانو په شتون کې افغانستان کې داعش ډله په قوت کې وه، دوی( داعش) دلته ځالې لرلې، سرباز ګیري یې کوله او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې، د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، کوم داعشیان چې په افغانستان کې ول، هغه ځپل شوي، د داعش ډله نوره په افغنستان کې له منځه تللې. دغه راز له افغانستانه د دوی د خطر کچه صفر ته ښکته شوې.»
له وړاندې هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي ول، داعش ډلې ته یې په افغانستان کې د سر پورته کولو وخت نه دی ورکړی.
بل پلو د سیاسي چارو شنونکي بیا داعش او ورته وسلهوالې ډلې په خپله د امریکا د لاس ایجاد ګڼي، چې په خبره یې وخت ناوخت په سیمه او نړیواله کچه ترې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي.
دا داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال له افغانستانه د امريکا پر بېړنۍ بڼه وتلو د بایډن پر ادارې تندې نیوکې کړي او دغه مساله یې په افغانستان او سیمه کې د داعش د حضور او ګواښ متوجې کولو لوی لامل ګڼلې.