Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عام افغانان: د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړولو کې همکارۍ ته چمتو یو

چینايي پانګه‌وال د کونړ په سیند پر درېیو بندونو پانګونې ته لېواله دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/30

د نورو طبیعي شتمنیو ترڅنګ اوبه هم د افغانستان ستره شتمنۍ یادیږي، چې له کلونو راهیسې ګاونډیو هېوادونو ته په وړتیا توګه روانې دي.

تازه چین په افغانستان کې د بندونو جوړونې په برخه کې هم پانګوونې ته زړه ښه کړی دی.

د یوې چینايي کمپنۍ مسوولینو په کابل کې د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت له پرست سره په لیدنه کې لیوالتیا ښودلې چې د کونړ پر سیند د درېیو بندونو جوړونې په برخه کې پانګوونه کوي.

د اوبو او برېښنا وزارت وايي، په دغه لیدنه کې د کونړ پر سیند د بندونو جوړونې په برخه کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور یادې چینايي کمپنۍ ته د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي:« د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه چینايي شرکت له مسوولینو سره وکتل، په دغه لیدنه کې د چینايي شرکت مسوولینو پر کونړ سیند باندې د درېیو بندونو د پروژو په اړه د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ هم هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.»  

باور دا دی، که د افغانستان پر اوبو د برېښنا بندونو پلان شوې پروژې پیل او تکمیل شي، نو افغانستان کولی شي چې ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادر کړي.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي:« د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان وتوانېږي، چې ټولو ګاونډيو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.»

دوی دغه ډول چارې له اقتصادي پلوه د افغانستان په ګټه یادوي او زیاتوي، چې باید بنسټیزو چارو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکړل شيي.

د  اقتصادپوهانو په خبره، پر سیند د بندونو جوړونې سره به نه یوازې دا چې په کوردننه د انرژۍ تولید زیات شي بلکې د هېواد اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نجیب الله وايي:« د بندونو رغول کولی شي د افغانستان ظرفیت د برېښنا تولید له پلوه لوړ کړي او د کونړ پر سیند د بند جوړول بیا نه یوازې له افغانستان سره د انرژۍ تولید کې مرسته کولی شي، بلکې له پاکستان سره د سېلابونو په مهارولو کې هم مرستندویه تمامېدی شي او هغه څه چې د افغانستان لپاره ډېر مهم دي هغه د انرژۍ تولید دی چې د کونړ پر سیند بند رغول د ختیځو سیمو او ان تر کابله ګټور تمامېدی شي.»

ځېنې نور بیا وايي، که د کونړ پرسیند د برېښنا او یا هم د اوبو بندونه جوړ شي دا به د اوبو مدیریت په برخه کې د افغان حکومت ستر ګامونه وي چې اخیستل کیږي.

خو دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د چینايانو خبرې په دغه برخه کې یوازې ژمنو ترکچې دي.

د پوهنتون اتس سید مسعود وايي:« یو له ښو خبرونو به دا و ي چې که د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا بند ورغول شي نو دا به په حقیقت کې د اوبو مدیریت برخه کې یو مخته تګ ګام وي، خو چینایان افغانستان کې د ژمنو او د پروژو پر اخیستلو بسنه کوي.»

دمالوماتو له مخې چې دکنړ پر سیند دبندونوجوړولو سره به سلګونه میګاواټه برښنا تولید او زرګونه هکټاره ځمکه به خړوب شي چې داقتصاد پوهان په اند له دې سره دخلکو ورځې ژوند کې مثبت بدلون راشي او اقتصاد به یې وده وکړي .

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist