د لسیزو جګړو په تېریدو سربېره افغانستان اوس هم د هغوهېوادونو له ډلې شمېرل کیږي چې لا هم د ځمکې لاندې خښ کړل شوي ماینونه او له جګړې پاتې ناچاوده توکي پکې له خلکو قرباني اخلي.
اوچا ويلي چې له ۱۹۸۹ کال راهيسې تر اوسه د افغانستان ۴۵ زره وګړي له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو قرباني شوي او د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ د ۲۰۲۴ تر فېبرورۍ پورې څه باندې ۱۴ سوه تنه د ناچاودو توکو له کبله قرباني شوي دي.
اوچا همداراز په افغانستان کې دویمه لویه برخه تلفات د ناچاودو توکو او ماینونو له امله ښودلې چې ۸۶ سلنه قربانیان یې ماشومان دي، نږدې ۵۰ سلنه تلفات یې د لوبې پرمهال رامنځته شوي او ۱۵ سلنه یې د اوسپنې راټولولو پر وخت پیښ شوي دي.
اوچا زیاتوي:« له ۱۹۸۹ کال راهیسې ۴۵ زره افغانان د ماینونو او له جګړې پاتې چاودېدونکو توکو له امله قرباني شوي چې دا کچه په هره میاشت کې ۱۰۰ تنه دي، په ۲۰۲۳ کال کې ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو، اوسمهال په افغانستان کې د مالي ملاتړ نشتوالي له امله ۳.۴ میلیونه کسان د ناچاودو توکو سره د مخ کېدو له خطر سره مخ دي.»
د اوچا موندنې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۹۲ تنه ملکي خلک د ناچاودو توکو له کبله قرباني شوي دي.
په ورته مهال د ماین پاکۍ موسسې د پلان او پروګرام مدیر ډاکټر فضل الرحیم وایي چې اوسمهال د افغانستان په کچه د دوی په هڅو ۳ زره ۸۰۰ کیلومتره ساحه د ناچاودوتوکو له ککړتیا پاکه شوې، خو لا هم څه باندې ۱۴ سوه کیلومتره ساحه د ماین له خطر ډکه ده چې ډېری یې هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، کندوز او بغلان ولایتونه دي.
ډاکټر فضل الرحیم څرګندوي:« دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانستان تر اوسه پورې د ناچادوه توکو له ګواښ سره مخ دی. ۱۴۵۰ کیلو متره ساحه په افغانستان کې پاتې چې دا باید پاکه شي. اکثرآ خطرناکې ساحې موجودې دي. زابل، هلمند، کندهار، د پکتیا ځاځیو ساحې، شمالي سیمې او ختیځ ولایتونه دي.»
نوموړی د ناچادو توکو څخه د پاک افغانستان لپاره نړیوالې مرستې اړینې ګڼي او زیاتوي چې په دې سره به تر ډېره د ناچادو توکو د ناڅاپي مرګونو کچه راټیټه شي.
فضل الرحیم وايي:« اوسمهال د ماین پاکولو امکانات شته، خو په دې وروستیو درېیو کلونو کې د بودیجې ستونزه ډېره ده چې کارونه یې ټکني کړي. موږ له تمویلوونکو دغه هیله لرو چې د ماین پاکۍ پروګرام له سیاست لرې وساتي او دوی که د تېر په څیر له افغانستان سره مرسته وکړي، د تېر سره په توپیر ډېره زمینه برابره شوې ده.»
په افغانستان کې ناچاودو توکو د خلکو ژوند ګواښلی او د دې سبب شوی چې خلک له فزیکي نیمګړتیاوو لکه د وجود غړو له لاسه ورکول، روحي فشار او اختلالات ، اضطراب او ژورخفګان سره مخ کړي دي.