Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

متقي: رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/16

 د بهرنيو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي د وزارتونو ویاندویانو، مطبوعاتي مسوولینو، او د خواله رسنیو فعالانو سره کتلې دي.

دا ناسته چې ګډونوالو ته د سرپرست حکوت د پالېسيو او فعاليت روښانه کولو په تړاو جوړه شوې وه، متقي په کې وویل، دوه ډوله مسوولین یا د خواله رسنيو فعالان شتون لري، چې یوه برخه یې د پالیسۍ پر بنسټ فعالیت کوي او بله ډله يې بیا خپل شخصي فکر او عقدې پالي او د شهرت ترلاسه کولو په موخه کار کوي.

هغه زیاتوي:« خبره دا ده، چې موږ او تاسې دوه قسمه مسوولین او د سوشل میډیا فعالان لرو، یو هغه څوک دي، چې د اسلامي ا مارت پالیسي بیان کوي، اطاعت کې چلېږي، یوازې د خپل فکر او جذباتو تابع نه دي، بل هغه څوک دي چې شخصي کیسې پر مخ بیايي، عقدې پالي، د شهرت لپاره بیانونه ورکوي، نو تاسې باید د هغه چا تابع  واوسئ، هغه څوک تایید کړئ، هغه څو وستایئ، چې هغه د اسلامي امارت پالیسي پر مخ بیايي. موږ او تاسې مسلمانان یو، د اطاعت پابند یو، د پالیسۍ پابند یو، ډېره وخت داسې پېښ شي، چې د شخصي افکارو، د شخصي شهرت لپاره په خلکو پیسې چک چکې کوو. ولې دا دومره شهیدان، دا دومره قربانۍ، دا دومره ستړیاوې چې تېرې شوې، دا د یوه شخص لپاره وې.»

متقي د دولتي ادارو له ویاندیانو او د ټولنیزو رسنيو له فعالانو غوښتي، چې د ناسمو مطالبو، د سرپرست حکومت او ملي ګټو له خلاف نشراتو ډډه وکړي او ټول باید د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکات کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

متقي دغه راز ویاندیانو ته په خطاب کې وویل، رسنیو ته د مالوماتو ورکولو په برخه کې ځانګړې پالیسۍ نشته او کوم موضوعات چې رابرسېره کېږي، ټول ویاندیان دې د سرپرست حکومت له مرکزي ویاند او بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته انتظار وباسي او د دوی له مالوماتو وروسته دې له رسنيو سره  خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه:« که هغه د فلسطین موضوع وي، که هغه د ملګرو ملتونو په اړه خبرې وي، که هغه د بشري حقونو خبره وي، که هغه د اسلامي نړۍ موضوعات وي، که هغه له ګاونډیانو سره اړیکې وي،که هغه  د ځېنو جنجالونو په اړه  وي، د ځېنو پرمختګونو په اړه وي، په ټولو کې اعلامیې ورکول کېږي، همدغه پالیسي ده، پالیسي ټولو جزئیاتو ته جوړېدی نه شي، ځکه ورځ په ورخ نوي حوادث راځي، ته به له هغو سره څه کوې؟ نو غوره پالیسي دا ده، که د اسلامي امارت مشرتابه، مرکزي ویاند، د بهرنیو چارو وزارت دوی سکوت غوره کړی وه، ته هم سکوت غوره کړه  او که هغوی څّه ویلي ول، د هغوی په رڼا کې ته هم څه ووایه، نو هم به پالیسي یوه شي، هم به بې اطاعتي نه راځي او هم به هر څوک په خپل سر باندې لګیا نه وي.»

نوموړی دغه راز له خلکو سره پر نرم چلن هم ټینګار کوي او وایي، ټول ویاندیان ملکف دي چې یوه موضوع باید په ښه ډول سره وڅېړي او وروسته له رسنیو سره په حقایقو ولاړ مالومات شریک کړي، څو د خلکو باور نور هم خپل کړي.

له دې وړاندې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کړی او ادعا کوي، چې د ځینو وزارتونو او ادارو ویاندویان له رسنیو سره پر وخت همکاري نه کوي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist