Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام: د بودیجې کمښت له امله مو افغانانو سره د مرسته اندازه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/16

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) په خپل تازه راپور کې ویلي، د بودیجې کمښت نشتوالي لها مله یې له عامو افغانانو سره د مرستو اندازه کمه شوې او له همدې امله، د خلکو د ژوندانه هغه اساسي برخې چې دوی یې ملاتړ کاوه له ګواښ سره مخ شوې دي.

راپور کې ويل شوي، يادو ستونزو ته په کتو ډېر احتمال شته، چې د خوړو نړيوالو پروګرام به په راتلونکي کې ونه شي کړی، څو د پخوا په څېر د افغانانو خوراکي امنیت تضمین کړي.

د راپور یوه برخه:« موږ دا مهال په افغانستان کولی شو، یوازې یو میلیون اړمنو خلکو سره مرسته وکړو. ۱۱ میلیونه اړمن خلک د بودیجې نشتوالي له امله بېړنۍ خوراکي مرستې نه شي ترلاسه کولی، په داسې حال کې، چې ۱.۴ میلیونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ مخنیوي لپار د تغذیې ځانګړي خواړه نه شي ترلاسه کولی.»

د خوړو نړيوال پروګرام وروستيو سيلابونو ته په پام د راپو په يوه بله برخه کې افغانستان د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو له امله د زيان منونکو هېوادونو په ډله کې شپږم هېواد بلل شوی.

په راپور کې ياد مرګوني سېلابونه د اقلیمي بدلونو د ناوړه پایلو یوه بېلګه ياده شوې ده.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې اقلیمي بدلون د خلکو لپاره ننګونې لا  زیاتې کړې. د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې مرګوني بارانونه په ټول هېواد کې د سېلابونو د راوتلو لامل شول، چې کلي یې ویجاړ او د یو شمېر کورنیو ژوند یې سخت اغېزمن کړ.»

په ورته مهال د  سیاسي چارو کارپوهان وایي، په افغانستان کې د بهرنیو مرستو کمېدل به پر بېلابېلو برخو منفي اغېز وکړي او وړانديز کوي، چې نړیوال دې مرستې نه سیاسي کوي او له سرپرست حکومت سره په همغږۍ دې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د تېر کال په وروستیو میاشتو کې هم ویلي ول، چې په خپل تاریخ کې له تر ټولو بد مالي کړکېچ سره لاس ګرېوان دی او نه شي کولی پر نړيوالو کچه د اړمنو خلکو خوراکي امنيت تامين کړي.

دغه پروګرام د ۲۰۲۴ تر پايه له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۱۷ ميليونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist