سلګونه زرګونه افغانان چې لوړې زدهکړي يې کړي او کاري وړتیاوي هم لري، خو د کاري فرصتونو له نشتوالي کړېږي او آن يو شمېر خو يې په سختو او قاچاقي لارو بهر ته د تګ هڅه هم کوي.
دغه ځوانان وايي، د پوهنتون له فراغت مودې تر دې دمه په یې بېلابېلو ځایونو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې، خو لا تر اوسه یې دنده نه ده تر لاسه کړې او له سرپرست حکومت غواړي چې په هیواد کې دې دننه ورته د کار زمینه برابره کړي.
له پوهنتون فارغ شوی هلال مشعل وايي:« په دې څلورو کلونو کې ما ډېرې ازموینې ورکړي، انټرویوګانې مې ورکړي،چې زه په خپل مسلک کې جذب شوی نه یم. ډېری داسې ځوانان شته دي، چې دوی لوړې زده کړې کړي، خو دوی ته په خپل مسلک کې دندې نه شته دي. همدغه ځوانان د قاچاق له لارې غواړي، چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې او ستونزې حل کړي.»
ځينې نور ځوانان هم ورته شکایتونه لري او پر حکومت نېوکه کوي، چې نه دی توانېدلي پر زدهکړو سمبال او یا هم تازه فارغو شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
دوی زیاتوي، که ځوانانو ته په خپل هېواد کې د کار کولو زمینه برابره نه شي، نو بهر ته پر سختو لارو د تلونکو ځوانانو شمېر به په بېساري ډول ډېر شي.
د کابل ښار اوسېدونکي حسیب الله ارمان وايي:« تجربه هم لرم او زده کړې مې هم کړي دي، ځېنو ځایونو کې مې ډېره هڅه کړې، هم په دولتي او هم په غیر دولتي ځایونو ته چې زه تللی یم، خپل اسناد مې ور وړاندې کړي، ماته تر اوسه پورې دنده نه ده پيدا شوې. له حکومته مو غوښتنه همدغه ده چې ځوانانو ته د کار زمېنه برابره کړي، دا چې ځوانان بې کاره وي، د ځوانانو پر شخصي ژوند باندې هم ډېره اغېزه کوي. »
تحلییل کوونکي بیا پر دې باور دي، چې په هېواد کې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي او دا کار ښايي په راتلونکي کې ناوړه پايلې ولري.
دوی ټینګار لري، چې سرپرست حکومت دې په هېواد کې دننه پر زدهکړو سمبال ځوانان د هغوی وړتیاوو ته په کتو د حکومت په اډانه پر دندو وګوماري.
د سیاسي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وايي:« په هېواد کې اوس هم کاري فرصتونه د ځوانانو لپاره په ځانګړې توګه له هغې طبقې سره چې دوی نوي له زده کړو فارغ کېږي، د کار زمېنه ورته ډېره محدوده ده، ځکه تر اوسه هم د افغانستان اسلامي امارت یو نوی حکومت دی، تر اوسه پورې په بشپړ یا په نصبي ډول باندې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی. تر اوسه پورې مسلکي کسان بې دندو دي، په دندو هغه کسان مصروفه دي، چې هغه د اسلامي امارت غړي دي او یا هم د بېلګې په ډول هغوی ته ژمن کسان دي. د هغوی د ډلو خلک دي، له هغوی سره په دې ۲۰ کلن جهاد کې د امریکا پر وړاندې د دوی ملګري او له دوی سره پاتې شوي دي. هغه کسان دي، که هغه مسلکي دي او که نه، هغه په برخه کې چې وظیفه لري، تخصص لري او که نه یې لري، نو ځکه مسلکي کسانو ته یو څه اندازه د کار زمېنه محدوده ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کار او ټولنېزو چارو وزارت په هېواد کې ۲۲ زره ۴۲۷ د کار انفرادي جوازونو د وېش خبر ورکوي.
په کور دننه فقر، لوږه او بې روګاري هغه څه دي، چې وخت ناوخت د نړیوالو بشري سازمانو لخوا یې یې په لوړه کچه ارقام خپرېږې او له همدې کبله پر سرپرست حکومت نېوکې کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې نه دی توانېدلی څو خلکو ته د کار کولو کافي فرصتونه رامنځته کړي.