د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته هغه مهال ګټوره تمامېدای شي، چې په پایله کې يې د سرپرست حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همکاريو چينل رامنځته شي.
کابلوف چې خپله هم په دوحه کې د دې ناستې ګډونوال دی، هیله من دی چې دغه ناسته به د افغانستان لپاره ګټوره وي.
نوموړي د دې مرکې په یوه بله برخه کې ویلي، نړيوالو دا درک کړې چې سرپرست حکومت پر افغانستان حاکم دی او ورسره یې تعامل اړتیا بللې.
کابلوف زیاته کړې: « زموږ په اند، دغه ناسته به هغه وخت ګټوره وي، چې د افغانستان اوسنيو واکمنانو او نړيوالې ټولنې ترمنځ د کارنده او نږدې همکارۍ په احيا کې مرسته وکړي او په لومړي سر کې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې، چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، حل کړي. »
د دې مرکې په یوه بله برخه کې راغلي، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان پر کړکېچ تمرکز وي.
خو په ټوله کې باورونه دا دي، چې د دوحې راتلونکې دا ناسته به د رسمیت پېژندنې لړۍ پیل کړي او د سرپرست حکومت له لوري په دې ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی د ورکړل شویو صلاحیتونو پر اساس کولی شي، په یاده ناسته کې شته کشالې د دلیل او استدلال له مخې حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « که رسمیت پېژندل ورسره پیل نه شي خو د رسمیت پېژندلو لړۍ ته به لار هواره شي او هلته ډیالوک، د مېز تر شا خبرې، استدلال او دلیل کولی شي د دواړو لوریو ترمنځ ناسمه پوهه له منځه یوسې او شته کشالو ته د پای ټکی کېږدي؛ دا ټول بیا په دې پورې تړاو لري چې هلته څوک او په کومه سطحه ګډون کوي.»
د نړيوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان چاروکو د دوحې د درېیمې ناستې د جوړېدو په اړه ویلي، چې د اسلامي امارت د استازو بلنه د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده او دا مساله د نړیوالې ټولنې پر کاري مېز نشته، کوم مسایل چې روسیه د نورو هېوادونو او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د توجو جلبولو او د هغوی د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې کوي، یوازې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دي.»
خو سرپرست حکومت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له څرګندونو هرکلی کوي او د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته، چې د جون پر ۳۰ مه او د جولایې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي، د افغانستان ستونزو د حل لپاره یو فرصت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « کومو هېوادونو چې د دې ناستې په اړه د خپل نظر څرګندونې کړي، موږ د هغوی د مثبت نظر قدر داني کوو او موږ له هر هغه فرصته چې د افغانستان په ګټه تمامېږي ښه ګټه اخېستل غواړو او دا هم یو فرصت بولو چې ان شاءالله د هېواد په ګټه به ترې کار واخېستل شي؛ نو زموږ شرایط اوس منل شوي دي او په دې ناسته کې به رغنده بحث کېږي او د افغانستان استحکام، یووالي او نورو مسایلو ته توجو شوې او ګډون به ان شاءالله ګټور وي.»
له دې وړاندې د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي ول، د افغانستان د مسالې په حل کې به خپل رول ولوبوي او په افغانستان کې یې د سولې د ټينګښت لپاره د چين پر ژمنتيا ټينګار کړی.