Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/21

په داسې حال چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې ناستې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې  دي، خو تر دې وړاندې ټاکل شوې د دې سازمان امنیت شورا نن د جون پر ۲۱مه د یوې بلې ناستې کوربه دی.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د یوناما مشره روزا اتونبایوا به په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په تړاو توضیحات ورکړي.

که څه هم په دې تړاو جزئیات نه دي ورکړل شوي چې د نوموړې موخه له وضعیت ده؛ خو ټاکل شوې چې دغه ناسته به د کابل پر مهال  نن ۶:۳۰ دقیقې پیل شي.

یوناما زیاته کړې:« د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره روزا اتونبایوا، سبا د جون پر ۲۱مه، د دې سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو توضیحات ورکوي.»

که څه هم تر دې دمه د ناستې په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، چې په کې به پر کومو مسائلو تمرکز وشي.

خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښايي بشري حقونو شورا ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د وړمې ورځې د راپور په څېر به د  نن په ناسته کې هم د افغان ښځو او نجونو او په ټوله کې به پر روان بشري وضعیت بحث وشي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« مالومېږي، چې د ملګرو ملتونو ټول تمرکز به پر بشري حقونو باندې وي، د تېر په څېر به دوی د نشه يي توکو کمښت، همداسې د تروریزم کمښت په اړه ډېر څه ونه وايي، خو اساسي نقطه به یې همدغه د بشري حقونو مساله وي، ځکه ریچارډ بېنېټ هم دا موضوع وړاندې کړې. خو دا بیا هغه جریان پورې اړه لري، چې کله د دوحې درېیمه ناسته جوړه شي، چې په هغه کې به طالبان ګډون وکړي او که نه؟ څه تغییر خو به په اجنډا کې نه راځي.»

له دې وړاندې هم یوناما او ګڼو اړونده نړیوالو ادارو د افغانستان د وضعیت په تړاو توضیحات او ورته راپورونه وړاندې کړي؛ خو تر دې دمه یې ملموسې او  د پا موړ پایلې نه دي لري.

 د سیاسي چارو شنونکي يې اصلي لامل د غړو هېوادونو له مهمو مسایلو سره د ملګرو ملتونو ناخپلواکه چلن یادوي چې په وینا یې یادو ورته حیاتي مسایلو سره د عیني واقعیتونو خلاف، شرایطو او اجنداوو ته په کتو له مسایلو سره چلن کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دوی د خپلې اجنډا پر اساس نړۍ ته تصویر ورکوي، کله ښه وايي، کله یو څه وايي او کله بل څه وايي، نو ډېر اعتبار ورباندې نه شته دی. که چېرې واقعا دوی اصول پلې کړي او واقعا افغانستان د یوه خپلواک هېواد  او وګړو ته یې د بشر په سترګه وګوري او نړیوالو اصولو پر اساس باندې چلن وکړي، خپلې موخې له قانون سره سمې مخې ته یوسي، بیا اعتبار پیدا کوي او خلک پرې اعتبار کوي او د دوی ناستو ته هم هېله من کېږي. »

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د روانې جون میاشتې پر ۳۰مه د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ ناسته ترسره شي، چې په کې به د ګڼو هېوادونو د استازو ترڅنګ د  سرپرست حکومت استازی هم ګډون ولري.

اسلامي امارت بیا له اوږده ځڼډ وروسته په دې ناسته کې ګډوڼ تائید کړی؛ خو ویلي یې دي، له دوی سره د شریکې شوې اجنډا له بدلون سره به په دې ناسته کې ګډوڼ ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist