Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لغمان اوسېدونکي د بې کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

د لغمان اوسېدونکي د بې کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/20

د لغمان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کار نشتوالي له امله خپلو ورځنیو اړتیاوو ته رسېدنه نه شي کولی.

دوی وايي، دې وروستیو کې یې کار  او روزګار سخت خراب شوی، چې له امله یې اقتصادي ستونزې زیاتې او دوی یې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي.

مهترلام ښار کې یو تن لاسي کراچۍ چلوونکی وايي:« کله کار کوو او کله کار نه وي. تر ماسختن پورې مې ۴۰ افغانۍ کار کړی دی. دا کوم څه ته ورسوو، د روغ او رنځور لپاره یې مصرف کړو او که کرایه ورکړو؟ کارونه نه شته دي.»

مهترلام ښار کې یو بل لاسي کراچۍ چلوونکی وايي:« له سهار تر مازیګره کار ته راځم، کورنۍ کې ۱۱ کسان لرم. اقتصادي وضعیت مو خرابه دی. ښوونځی رانه پاتې دی.»

لاسي کراچۍ چلوونکي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د کاري بوختیاوو د موندلو په برخه کې همکاري وکړي.

مهترلام ښار کې یو تن لاسي کراچۍ چلوونکی وايي:« پر موسسو باندې غږ کوو، که له موږ سره لږ مرسته وکړي. ژوند مو ډېر سخت دی. هېڅ څه هم نه لرو، نه اوړه لرو، نه غوړي لرو، نه چای لرو.»

په ورته مهال د لغمان د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي، په تېرو څه کم درېیو کلونو کې یې په دغه ولایت کې سلګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، چې له زده کړو وروسته یې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اوږه ورکړې.

د لغمان ولایت کار او ټولنېزو چارو ریاست مشر سید جمال هاشمي وايي:« موږ د شاوخوا ۲۰۰ کسانو ثبت نام کړی دی. هلته موږ پر دوی حرفوي زده کړې کوو. د خیاطي برخه ده، د برق شاګردي ده او همدارنګه د کمپیوټر زده کړه  ده، درې نورې برخې هم دي، چې دوی په هغې کې پر زده کړو بوخت دي. ځای مو ورته نیولی دی او هلته دوی حرفوي زده کړې کوي.»

د لغمان کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې په دغه ولایت کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه څه باندې ۱۷۰۰ بې روزګاره کسانو ته حرفوي زده کړې ورکړي، چې په خبره یې دغه لړۍ لاهم دوام ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist