له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو څه باندې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې، چې په نړۍواله کچه د دې بندیز دوام يو وار بيا وغندل شو.
د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ او د برېتانیا پر پخواني لومړي وزیر ګورډن براون سربېره تازه د بښنې نړيوال سازمان د نجونو پر مخ د ښونځيو بندیز پرېکړه له نړیوالو قوانیونو سرغړونه بللې او د بېرته پرانیستو لپاره یې د سرپرست حکومت د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.
یاد سازمان زیاته کړې:« له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغانې نجونې د زدهکړو له حقه بې برخې دي او ښوونخي یې پر مخ تړل شوي دي. طالبان د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. طالبان باید سمدستي ټول منځني ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانېزي.»
یوشمېر زدهکوونکې وایي، د دې بندیز د احتمالي دوامداره کېدو له امله خپل راتلونکې ته اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ بېرته د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
زده کوونکې فاطمه وايي:« شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې وشوې چې د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په دومره وخت کې چې ښوونځی تړلی وه، موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي یو. کوم درسونه مو چې زده کړي ول هغه مو بېرته یاده ووتل. که چېرې ښوونځی بند نه وه، نو ما به پای ته رسولی وی او پر لوړو زده کړو به بوخته وم. اوس چې ښوونځي بند دي، خپلې راتلوونکې ته ډېره اندېښمنه یم او له خپلو درسونو لرې پاتې یو. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې پر مخ مو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.»
د ښځو حقونو فعالانې او د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د نجونو د زدهکړو لپاره په هغه پلان نیوکې کوي، چې له تېرو درېیو کالونو راهیسې تر دې دمه نه دی جوړ شوی.
دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي؛ ترڅو د نړۍوالو له لوري پرې فشارونه زيات نه شي.
د ښځو حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي:« که دغه ۱۰۰۰ ورځې په ساعتونو شمار شي، نو په میلیونه ساعتونه کېږي، افغانې نجونې له ښوونځیو محرومې دي. لاهم دوی امر ثاني ته په تمه دي، چې دغه امر ثاني کېدای شي، د اسلامي امارت له خوا په دایمي امر بدل شوی اوسي، ځکه چې په دا دومره موده کې لاهم یو اسلامي چوکاټ رامنځته نه شو.»
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« د یوې پرېکړې په دلیل افغانستان انزوا ته تللی دی، افغانان مایوسه دي او بلاخره غوښتنه کوي چې دا سیاست باید تغییر شي. د امیرالمومنین پر فرمان باندې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي.»
د همدې موضوع په تړاو مو د پوهنې وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه؛ خو زموږ پوښتنې یې ځواب نه کړې.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره سم لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او څه موده وروسته د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د یو مکتوب په صادرېدو سره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې.
دغه پرېکړه سرپرست حکومت تر امر ثاني بللې وه؛ خو دغه نامالوم امر ثاني لا هم نه دی رارسېدلی او ميليونونه نجونې یې هر بېګاه د رارسېدو او نوي زيري په تمه سبا کوي.