Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چمن کې د پرلت دوام؛ د پاکستاني ځواکونو ډزو کې لسګونه کسان ټپیان شوي

چمن کې د پرلت دوام؛ د پاکستاني ځواکونو ډزو کې لسګونه کسان ټپیان شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/09

د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ فرضې کرښه پورې غاړې چمن کې پر څلورمه ورځ هم وضعیت عادي شوی نه دی او د پرلت کوونکو احتجاجونه روان دي.

چمن کې د پرلت کوونکو احتجاج له تېرو ۸ میاشتو راهیسې په دې هدف پېل شو، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړل.

په داسې حال کې چې کلونه پر دې لار عادي تګ راتګ کېده خو پاکستاني چارواکي ټينګار کوي چې دا پرېکړه نه شي اخيستل کېدی او پر دې لار هر تلونکی او راتلونکی کس بايد قانوني اسناد ولري.

د پاکستان ازاد خبریالان له شمشاد سره په خبرو کې وایي، پاکستاني ځواکونو د کویټې او چمن ترمنځ په کوږک سیمه کې پر پرلت کوونکو برید کړی او په خبره یې د رامنځ ته شوي اخ و ډب په پایله کې د ۱۷ امنیتي کسانو په شمول ۵۰ تنه ټپيان شوي.

د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان وايي: « دوی د هغوی خلاف اقدامات کړي وو او له دواړو لوريو شاوخوا ۵۰ کسان ژوبل شوي، د مړینې په اړه خبرونه سم نه دي؛ خو د ژوبل شویو شمېر زیات دی او د پرلت کوم تنظیموونکي چې دي هغوی نیول شوي هم دي او له تېرو درېیو ورځو راهیسې هلته حالات ښه نه دي. پرلت کوونکي غواړي چې د چمن له لارې تګ راتګ باید پرته له پاسپورټ او ویزې وي او له اکتوبر میاشت راهیسې دا احتجاج روان دی خو حکومت یې غوښتنه نه مني.»

له دې وړاندې د چمن  پرلت کوونکو ویلي وو، چې پاکستاني چارواکو د پرلت ۷ مشران د مذاکراتو په نوم غوښتي او هغوی یې بندیان کړي او تر دې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو هم د لارې د خلاصون په پلمه پر پرلت کوونکو ډزې کړې او خیمې یې ورته سوځولې دي.

څارونکي د چمن د خلکو مظلومیت ته د غزې نوم ورکوي او وایي، که چېرې د پاکستان حکومت د چمن د خلکو غوښتنې ونه مني دا کشاله به پراخه شي او د حکومت پر زیان به تمامه شي.

څارونکی حکمت الله حکمت وايي: « په پښتونخواه او نن په چمن کې  دپاکستاني پوځ له لوري چې کوم عمل روان دی دا د اسرائیلو د پوځ له کړنو سره چې په غزه کې یې کوي ورته والی لري. هغه پوځونه چې خپل ولسونه وژني ماتی خوري، نابودېږي او د خپلو ولسونو پر وړاندې په ګونډو کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې د پاکستان انګریزي امریکايي پوځ د بلوڅو، پښتنو، کشمیریانو او د سندیانو پر وړاندې له وحشت او بربریته کار وا نه خلي، بلکې د دغو ولسونو حق پر رسمیت وپېژني.»  

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا د دوی کړنې دي چې له پښتنو او بلوڅو سره هغه غیر انساني عمل کوي چې اوس پښتانه هم د خپلې ازادي لپاره چغې وهي او بلوڅان هم د خپلې ازادي لپاره قربانۍ ته را دانګي؛ نو دغه وضعیت چې په پاکستان راغلی دی دا د دوی د خپلو کړنو له امله دی.»

د پرلت ګډونوالو ګواښونه کړي ترڅو یې چې نیول شوي مشران خوشې او غوښتنې یې منل شوې نه وي، خپل احتجانونه به لا پراخه کړي.

خو اوس پوښتنه داده، چې  د پاکستان حکومت ولې د چمن د خلکو حقوق نه ورکوي او دغه راز نړۍ ولې د پاکستاني حکومت پر روان تاوتریخوالي سکوت اختیار کړی؟

 د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په اوسني وضعیت کې په چمن کې د ډيورنډ کرښې ها خوا او تر دروازې دې خوا له خلکو سره ظلم، زیاتی او استبداد له ډېرې مودې دوام لري. دا ډول کړنې په دې دلالت کوي چې د پنجاب حکومت یو جابر حکومت دی او د خلکو او ولس په مقابل کې هېڅ ډول ترحم نه لري او د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې حرکتونه دي چې د پاکستان له لوري ترسره کېږي. نړیوالو په دا ۵۰ کلونو کې د افغان او افغانستان په کشاله کې د پاکستان اصلي څېره پېژندلې هم ده او له بده مرغه تر اوسه لاس تر زنې ناست دي او هېڅ ډول حرکت چې په سیمه کې ارامتیا راولي د نړیوالو له لوري نه تر سترګو کېږي.»    

د چمن پرلت کوونکي له نړۍوالو غواړي چې په چمن کې د خلکو پر ضد د پاکستاني ریاست کړنو په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د دغه هېواد په پارلمان کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي،  چمن کې روان تاوتریخوالی د حل لار نه ده او د پاکستان حکومت باید د لاریون کوونکو د غوښتنو د روښانه کېدو  او د ستونزو اورېدو لپاره د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی وګوماري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist