Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتونبایوا: د دوحې ناستې اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات اورو

اوتونبایوا: د دوحې ناستې اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات اورو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/08

د دوحې درېيمې ناستې د ترسراوي نېټې له په ډاګه کېدو سره ګڼو بهرنیو مهمو څېرو د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدنې ترسره کړې.

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وايي: « دا مهمه ده څو داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. افغان حکومت د دوحې درېيمې ناستې په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نږدې کار ته ادامه ورکړي.»

د یوناما مشره روزا اوتونبایوا وايي: «زموږ ټیم د دوحې درېیمې ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات اورو او د اجنډا له وروستۍ کېدو سره سم، به د دوحې درېيمې ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.»

د دوحې درېیمې ناستې د اجنډا د ترتیب کولو لپاره دا ډول ناستې اړینې یادېږي او شنونکي په دې باور دي چې باید د خواوو نظریات راټول او په یوه دریځ په ناسته کې برخه واخلي.

دوی وايي، تېرو ناستو ته په کتو نباید ستونزې تکرار شي او له دې ډول هڅو ښکاري چې ملګري ملتونه د سرپرست حکومت د رضایت ترلاسه کولو په موخه ګړندي ګامونه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي: « زما په نظر دا ډېره مهمه ناسته وه، په دې کې هغه مهم ټکي چې د دواړو لوریو ترمنځ د فاصلې لامل ګرځېدلي، په هغې بحث شوی چې هغه د اجنډا موضوع ده او له اجنډا وروسته دا پرېکړه چې ایا ګډون به کوي که نه. دوی غواړي د اسلامي امارت رضایت ترلاسه کړي، ځکه دا د روسانو او چینایانو شرط و، که د اسلامي امارت رضایت نه وي نو دا ناسته بې مانا ده او هغوی به یې تائید نه کړي؛ نو تراوسه خبره وروستۍ نه ده یانې اخري ټکي ته نه دي رسېدلي او کله چې د اخري ټکي تصمیم ونیول شي، بیا به بلنلیکونه او نېټه هم وروستۍ شي، تر هغې چې موضوع نه وي وروستۍ د جون اخر او جولای اوله هم ماته فکس نېټه نه ښکاري، ځکه که تفاهم ته ونه رسېږي دا ناسته بې مانا کېږي او دوی نه غواړي دا ناسته ناکامه شي، ځکه دوې ناستې ناکامې شوې او د هغې له وېرې فکر نه کوم بیا دا کار وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د راتلونکې ناستې په تړاو باید هر ډول ګونګ حالت له منځه یوړل شي او له خواوو سره تر ټاکل شوې نېټې مخکې اجنډا شریکه شي، څو له ستونزو مخنیوی او ناسته په مثبتې پایلې سره پای ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې ناستې جدیت او قاطعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا غونډه به ډېره زیاته ارزښتناکه وي، په ځانګړې توګه افغانانو او طالبانو لپاره؛ نو باید اجنډا یې مخکې له مخکې له طالبانو سره چې اوس په نظام حاکم دي شریکه شي، غور پرې وشي، وڅېړل شي، د پخوا په څېر پلمې هم پیدا نه شي، ګونګ حالت هم نه یې، هر څه باید واضح وي نو هم به د ملګرو ملتونو سازمان له اړخونو سره خبرې وکړي او هم به طالبانو ته رسمي بلنه ورکړي او دوی به د خپلو ارزښتو او ګټو، د خپل دود او دستور او دین پر بنسټ ګډون وکړي او ګډون یې حتمي او لازمي دی.»

سرپرست حکومت تر اوسه پورې د دوحې په درېیمې ناسته کې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي او وار له مخکې یې تذکر ورکړی چې په یادې ناسته کې د ګډون پر څرنګوالي کار کوي او د ملي ګټو او ارزښتونو پر اساس به د ګډون او نه ګډون پرېکړه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist