Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بورتینکوف: اسلامي امارت افغانستان کې د ثبات ټینګښت او ساتلو وړتیا لري

بورتینکوف: اسلامي امارت افغانستان کې د ثبات ټینګښت او ساتلو وړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/26

د روسیې استخباراتو مشر الکساندر بورتنیکوف د همګټو هېوادونو په ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، افغان چارواکي د خپل هېواد باثباته کولو وړتیا لري،خو که بهرنۍ لاسوهن په کې ونه شي.

د بورتنیکو  په خبره، د افغانستان اوسنی نظام په جدي توګه د وضعیت عادي کولو لپاره هڅه کوي چې په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړې:« که بهرني لوبغاړي د کابل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، نو افغان چارواکي د افغانستان د باثباته کولو او په دغه هېواد کې د نظم ټینګښت وړتیا لري. دوی په فعاله توګه هڅه کوي چې وضیعت عادي کړي او په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی وکړي.»

اسلامي امارت وايي، د افغانستان ثبات د سیمې او ګاونډیو ثبات لپاره ګټور دی او پکار ده چې افغانستان ته نورې دسیسې جوړې نه شي او دوی د هېواد ثبات ترڅنګ اقتصادي پرمختګ ته هم ژمن دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا خبرې دقیقې دي، موږ دا تائیدوو، افغانستان ته باید فرصت ورکړل شي، چې د ثبات په ساتلو کې وخت ولري او فرصت ولري او هېڅ هېواد د افغانستان پر وړاندې دسیسه جوړونه ونه کړي…. د افغانستان اسلامي امارت دې ژمن دی، چې هم افغانستان کې امنیت وساتي، هم افغانستان له اقتصادي پلوه پر پښو ودروي، اباد یې کړي، چې دا کړنه د سیمې له ثبات سره هم مرسته کوي، د سیمې له تړلو سره هم مرسته کوي، د سیمې له اقتصادي ودې سره هم مرسته کوي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، دې کې هېڅ شک نشته دی چې سرپرست حکومت په خپل هېواد کې د دایمي ثبات د ټینګښت توان لري، خو لاهم ځینې هېوادونه او استخباراتي کړۍ په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې ناامنۍ جوړې کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار وايي:« که زموږ ګاونډیان او سیمه ییز استخبارات د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، زه باوري یم چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، تاریخ، سیاسي او ملي هویت دفاع کولی شي.»

په ټوله کې باور دادی چې روسیه د ځان او د خپلو متحدینو د امنیت په تړاو لاهم اندیښنه لري، خو د افغانستان په تړاو یې وروستۍ څرګندونې ستر حقیقت دی.

تحلیل کوونکي وايي، که افغانانو ته وخت ورکړل شي او په چارو کې یې لاسوهنه ونه شي، دوی کولی شي چې خپل هېواد پر خپلو پښو ودروي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« له شک پرته د افغانستان د ستونزو او ۴۰ کلن ناورین اساسي دلیل بهرنۍ لاسوهنې دي، که چېرې له افغانستانه بهرني لاسونه لنډيږي، افغانان د دې وړتیا لري چې بیا خپلې ستونزې او ننګونې په خپله حل کړي، ولې د روسانو نظر هم د افغانستان ګټو پر محور نه دی او په وروستیو څو کلونو کې د دوی د نظریات متزلزل او متناقص وي، یو چارواکی یو ډول څرګندونې کوي او بل چارواکی بل ډول څرګندونې کوي. نو که د یوې ثابتې ستراتېژۍ پر اساس د افغانستان او روسیې ترمنځ  اړیکې موجودې وي، د افغانستان ګټو ته په کې درناوی وشي او بهرني لاسونه ټول په مجموع کې له افغانستانه لنډ شي، دا له شک پرته چې ښه خبره ده.»

اسلامي امارت بیا تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله وال ډله فعاله نه ده  او داعش یې هم ځپلی دی.

اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ګواښ پيښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist