ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې مشورتي ناستې د جوړېدو نېټه اعلان کړې.
دې سازمان په يوه اعلاميه کې ویلي دا دوه ورځنۍ غونډه به د جون په ۳۰ او د جولای پر لومړۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
ملګرو ملتونو کابل ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو د سفر په پای کې اعلان کړی، چې له سرپرست حکومت یې رسماً د دوحې په ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر لا همغږۍ، انسجام او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه: « په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ، انسجام او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی. دا ناسته به د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ دوام وکړي او دې ناستې ته طالب چارواکي هم بلل شوي.»
د ملګرو ملتونوسرمنشي مرستیالې کابل ته په سفر کې د رئیس الوزرا له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ډول د دوحې د درېیمې ناستې په اړه خبرې کړي.
د سیاسي چارو کارپوهان بیا د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان روان وضعیت لپاره مهمه بولي او زیاتوي، چې سرپرست حکومت ته هم پکار ده څو له یوې پیاوړې اجنډا سره په کې ګډون وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی وايي: « هلته به په ټولو هغو موضوعګانو خبرې کېږي چې اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې ناسمه پوهه رامنځته کړې ده او له امله یې پر سرپرست حکومت بندیزونه لګول شوې دي او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی؛ نو په دې ټولو مسایلو به بحث کېږي. اصلي موضوع دا ده، چې هلته به اسلامي امارت ته د نړیوالو شرایط او اجنډا به څه وي، ایا د تېرو دوو غونډو په څېر به دا ځل هم له اسلامي امارت سره ورته چلن کوي؟ او یا به په خپلو پالېسیو کې بدلونونه راوړي؟»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « زما په نظر د ملګرو ملتونو له لوري په دوحه کې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره اغېزمنه او ګټوره ده، ځکه یو خو د ملګرو ملتونو د سازمان خاص استازي ټاکي چې دا به خاصې برنامې لري او نوي پړاوونه به افغانستان ته راځي او له بل لوري هڅه کېږي چې طالبان هم ګډون وکړي او دوی خپل شرایط هم لري چې هغه سربېره له دې چې له تور لېسته ووځي او د سفر بندیزونه یې له منځه لاړ شي غواړي چې له نړیوالو سره تعامل هم وکړي او دې ته زمینه برابره شي، دا به افغانستان له منزوي حالته وباسي؛ نوهرومرو به مقابل لوری هم دا شرایط لري چې د بشر حقوق دي او نجونو ښوونځي او د ښځو کار او همداسې د ایتلافي حکومت جوړول او اساسي قانون رامنځته کول او دواړه لوري چې شرایط ومني دا د افغانستان او ملت په ګټه ده او راتلونکي لپاره یو ګټور ګام دی.»
د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې دویمه مشورتي ناسته د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې جوړه شوې وه. دې ناستې ته د سرپرست حکومت استازي بلل شوي وو، خو سرپرست حکومت په کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي وو، چې د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شول او په دې توګه یې په کې ګډون ونه کړ.