د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ
د قزاقستان په پلازمېنه کې د شانګهای همکاريو سازمان د راتلونکې سرمشریزې لپاره، د چمتوالي په هدف د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و.
د ناستې ګډونوال پر شريکو مسايلو سربېره د افغانستان اړوند پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت غږېدلي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف د افغانستان اوسني وضعیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي او د اوږدمهاله ټیکاو لپاره يې د شرایطو پر برابرېدو ټینګار کړی.
توکایف زیاته کړې:« په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره به هڅې دوام وکړي او د اوږدمهاله ټيکاو لپاره به شرایط برابر شي. د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د اوږدمهاله پرمختیا مرکز جوړولو لپاره د قزاقستان له نوښته ملاتړ ډېر مهم دی.»
په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا ویلي، د افغانستان حکومت باید اجازه ورنه کړي، چې خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي او تمه یې ښولې، چې سرپرست حکومت به له وسلهډلو سره د مبارزې لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.
د ډار په خبره، د افغانستان اړوند مسايلو د تحليل لپاره بايد د تماس ډله جوړه شي، څو په دې برخه کې د عملي همکارۍ لپاره یو بنسټ رامنځته شي.
هغه زیاتوي:« نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره مانا لرونکی تعامل وکړي، څو اقتصادي ستونزې پرې حل شي. د افغانستان واکمنان په افغانستان کې باید ټولګډونه حکومت رامنځته او د نجونو او ښځو حقونو دې تامین کړي. د طالبانو پر حکومت غږ کوم، چې وسلهوالې ډلې پرېنږدي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»
افغانستان د شانګهای همکاريو سازمان څارونکی غړی دی، خو سرپرست حکومت استازي د دې سازمان غونډو ته نه بلل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې دا ډول ناستې به د افغانستان پر روان وضعیت اغېز وکړای شي او که نه؟
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« له طالبانو غوښتنه همدا وه، چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې ګړندي ګامونه باید پورته شي او افغانستان د جنګ او جګړو له ادرسه د امن پر لور لاړ شي، د افغانانو له ادرسه یو ټولګډونه نظام جوړ شي، ترڅو په افغانستان کې د امن فضا او دغه چتر وساتل شي.»
د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د روسیې، چین، قزاقستان، قیرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا د چین په شانګهای ښار کې رامنځته شو او په ۲۰۱۷ کال هند او پاکستان هم له دې سازمان سره یو ځای شول.