په داسې حال کې، چې سرپرست حکومت د پاکستان په ګډون له بهره د چرګ غوښې پر واردولو بنديز لګولی، تازه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني منلې، چې افغانستان د چرګ غوښې د توليد په برخه کې پر ځان بساينې ته نږدې شوی.
د صدراعظم په خبره، دامهال په ټول هېواد کې د چرګانو توليد ۱۱زره فارمونه فعاليت کوي او د يادو فارمونو فعاليت په پایله کې له بهره د چرګ غوښې واردولو ته اړتيا کمه شوې.
هغه وايي:« د چرګانو خبره وشوه، کله چې فتوحات راغلل، په ټول افغانستان کې د چرګانو ۲۵۰۰ فارمونه موجود ول، خو الحمد الله په دې سکټور باندې کوشش وشو، له دې سکټور ملاتړ وشو، نن موږ له ۱۱ زرو زیات فارمونه لرو. »
خو ځيني نور چارواکي د افغانستان صنعتي کېدو لپاره د کرنې سکټور پياوړتيا حياتي بولي او زياتوي، چې د ياد سکټور د پياوړتيا په صورت کې د صنعت ودې زمينه برابرېدای شي.
د افغانستان بانک سرپرست هدایتالله بدري وايي:« موږ یوه سروې کړې چې زموږ او تاسو په هېواد کې په ۱۰۰ کې ۷۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ اخته دي. کرنې او مالدارۍ ته موږ باید وده ورکړو. پاتې ۳۰ سلنه کسان، هغه پر تجارت او صنعت باندې اخته دي.»
له دې سره پانګهوال ډاډ ورکوي، چې د افغانستان صنعتي محصولات د سټنډرډ له مخې له لوړ کيفيت برخمن دي او په همدې اساس بهر ته د تېر پرتله د افغاني محصولاتو د صادراتو ګراف لوړ شوی دی.
دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې په کور دننه او بهر دې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې لپاره جدي او زياتې هڅې وکړي.
چارواکي وايي، ورځ تر بلې د هېواد زراعتي او صنعتي برخې د پیاوړتيا په حال کې دي، چي په دې وروستیو کې له هېواده بهر افغان سوداګر هم لېوال شوې، چې هېواد ته راستانه شي او په کوردننه پانګونه وکړي.