Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

له پاکستانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/14

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په زور او جبر د افغانانو د شړلو لړۍ پيل شوې، په ورځنۍ توګه سلګونه کسان پر ډيورنډ فرضي کرښه بېرته افغانستان ته را اوړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له يک‌شنبې ورځې راهيسې ۳۶۲ نته نور افغان کډال هم له پاکستانه په جبري توګه اېستل شوي او هېواد ته راستانه شول.

د وزارت په خبره، ياد شمېر کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې تر راستنېدو وروسته د نوم‌ليکنې په موخه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته ورپېژندل شوي او له دې سربېره د سرپرت حکومت له لوري هم ورسره نغدي مرسته شوې.

دغه وزارت زیاتوي :« له ۳۶۲ زیات کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړای شوي. له پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم‌لیکنې وروسته د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي.»

د سیاسي چارو شنونکي له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلن ته په اشارې دغه هېواد د بشري اصولو په نقضولو کې له حد تېر شوی ګڼي.

دوی باوري دي، چې اسلام‌اباد د کډوالو له مسالې پر کابل د فشار الې په توګه استفاده کوي او په دې توګه غواړي، پر سرپرست حکومت خپلې غوښتنې ومني.

له دې سره ايراني چارواکو د يوناما له مشرې سره ليدلي او دواړو خواوو له بهر څخه افغانستان ته کادرونو پر بېرته راستنېدو ټينګار کړی.

د ايران بهرنيو چارو وزارت وزارت مرستيال ويلي، د نړيوالې ټولنې لومړيتوب بايد په افغانستان کې د سولې او دايمي امنيت تامين او خونديتوب وي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستيال علي باقري وايي:« په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو کړنلاره باید د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د امنیت، د دغه هېواد د پرمختګ او د افغانستان د خلکو د ژوند ښه والي او هوساینې لامل شي.»

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو په جبري ډول اېستلو ته دوام ورکړی، چې په هېواد کې وروستیو سېلابونه په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته خورا درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هڅه مو وکړه، چې د راستنو شویو افغان کډوالو د ارقام په اړه له اړوند مسوولینو هم نظر واخلو، خو خپل نظر يې راسره شريک نه کړ.

بل خوا ځينو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه شاوخوا ۱۱ زره افغان کډوال په زور افغانستان ته شړل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist