د اهل تشیع ديني عالمانو یوه غونډه چې (د مسلمانانو په معنوي حیات کې د عالمانو رول) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه، په کې یې د ټولنې د اصلاح، د ځوانانو فکري روزنه او په ټولنه کې د اضافي او ناسمو رواجونو د له منځه وړلو په اړه له حکومته خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د غونډې جوړوونکي او دیني عالم په ودونو کې بېځایه لګښتونه او اضافي رواجونه په ټولنه کې د فساد اصلی لامل بولي او له مسوولینو غواړي، چې په دې برخه کې د اقدام ترڅنګ ځوانانو ته د کاري فرصوتونو په برابرولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د غونډې جوړونکی علی داد عليزاده وايي: « په دې برخه کې دولت تر ټولو لوی مسوولیت لري چې ځوانان له بې لارۍ او له هغو ګواښونو چې زموږ ځوانان ورسره مخ دي راوګرځوي، نجونو او هلکانو ته دې د کار زمینه برابره کړي، څو بوخت شي او له ګواښونو وساتل شي. محمد ص فرمايي: الله تعالی بېکاره کسان نه خوښوي.»
په ورته مهال مسوولین په ټولنه کې د فکري اصلاح ترڅنګ د حجاب پر مراعتولو ټینګار کوي او په خبره یې، په دې توګه دې مېرمنې په ټولنه کې د فساد مخه ونيسي.
د اتلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهي عنالمکر امرامین الله ذاهد وايي: « داسې مه کوئ لکه د مخکې زمانې خلک چې د هغوی ښځې به وتلې او د نارینه وو په څېر به ګرځېدلې، وېښته او نور زیب او زینت به یې هم لوڅ، خلکو به لیدلې او دوی به د نارینه وو په څېر له خلکو سره ګرځېدې او کارونه به یې کول؛ نو موږ او تاسې باید هغسې و نه کړو. الله پاک وايي تاسې پرته له شریعي عذر مه وځئ په کورنو کې کېنئ. که یو کس عذر لري د عذر په خاطر وځي نو دا هم باید په پرده کې لاړ شي.»
خو یو شمېر نور دیني عالمان بیا له هېوادوالو غواړي، چې د سرپرست حکومت کلک ملاتړ وکړي او بهرني کلتور ته دې د عملي کېدو اجازه نه ورکوي.
یو شمېر مېرمنې بیا وایي، چې نړیوال په افغانستان کې د ښځو حقونو د نقض ادعاوې کوي، خو په خبره یې خپله له مېرمنو د وسيلې په توګه استفاده کوي.
دینی عالمه عالميزاده وايي: « راځئ چې غربي نړۍ ته ورشو وګورو د ښځو د حقونو لپاره چغې وهي، د ښځې حق معرفي کوي؛ خو ورته مهال ښځه د جنسي هوساینې وسیله یا خپل بازار ته د مال په توګه یو څه ګڼي او اسلام ۱۴ پېړۍ وړاندې په قران کې د ښځې شخصیت او معرفت ښځو ته وړاندې کړی دی.»
دیني عالم استاد کاظم وايي: « امریکا، ناټو او غرب ټول افغانستان ته راغلي وو چې په دې هېواد کې یو غربي فرهنګ قایم کړي؛ خو و نه توانېدل، ځکه چې د خلکو ذهن او فکر په ټولو دیني چارو تمجید شوی و نو نه یې غوښتل له خپل دین تېر شي.»
په دې غونډه کې د نورو دیني عالمانو ټینګار په افغانستان کې د قومونو پر یووالي وو او له حکومت یې غوښتنې دا وې چې له هر ډول تبعیض لرې په هره برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې وکړي.