Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/12

د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ اړوند ګورېګا دره کې، وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته  برخو کې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سیمې خلک وايي، په دې دره کې ۱۸ کلیو کط سلګونه کورنۍ ژوند کوي، چې د لارو او پلونو خرابوالي او د ژوند نورو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخ دي.

د کونړ دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « د دې خوړ له امله یوه میاشت موږ ته خرچه نه وه، ډاکټران نه وو، ناروغان مو د خوړ ها غاړه ایسار وو، لنډه دا چې دې خوړ موږ ته ډېر زیانونه اړولي او موږ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي یو.»

د کونړ دانګام ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي: « دا خلک سهار راغلي دي او لرګي په اوږو پورې باسي، همداسې د اوړو بوجۍ او نور شیان هم ټول په اوږو پورې باسي.»

د سیمې اوسېدونکي دغه راز وايي، په خپلو شخصي لګښتونو یې د سیند د پاسه د پلونو جوړولو هڅې پیل کړي؛ خو په خبره یې دا چاره د دوی له توانه پورته ده او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې بېړني ګامونه واخلي.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « ۲۰ ځلې تللي یو، حکومت ته مو عریضي کړې دي، په هر ارګان او موسسې پسې ګرځېدلي یو؛ خو تراوسه چا هېڅ غور نه دی کړی.»

په همدې حال کې د کونړ د دانګام ولسوالۍ ولسوال محمد کریم عمر صدیق وايي، د ولسونو له ستونزو خبر دي او هڅې یې پیل کړي، چې د حکومت او مرستندویه ادارو پر مټ به په دې ولسوالۍ کې تخریب شوې سیمې ورغوي او زیانمنو ته به مرستې ورسوي.

صدیق زیاتوي: « تېرو ورښتونو خلکو ته زیانونه وراړولي دي او ولسوالۍ ته په دې اړه ډېرې عریضي هم راغلي. موږ خپله کمېټه ټاکلې ده چې په رښتیني توګه هغه تخصیص مالوم کړي چې چاته زیان رسېدلی او چاته نه، کومې ځمکې تخریب شوې، دا ټول مالومات چې کمېټه تائید کړي له دې وروسته به یې بیا ان شاءالله موږ له خپلو مشرانو سره شریکوو او تر خپلې وسې به همکاري کوو.»

وټه پور، پېج دره، چپه دره، سرکاڼو، خاص کونړ، شیګل، شلتن، آسمار، ناړۍ او غازي آباد د کونړ له هغو ولسوالیو دي، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه استوګنیز کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ولاړ فصلونه او باغونه، لویې او فرعي لارې تخریب او خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist