Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو نږدې راتلونکي  کې ناسته جوړوي

د اسلامي همکاريو سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/07

د اسلامي همکاریو سازمان ۱۵مه سرمشریزه کې د فلسطین او اسلامي نړۍ د ځېنو نورو هېوادونو بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او په ځانګړې توګه يې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت د ژورې اندېښنې وړ ګڼلی.

دا ناسته د لوېدیځې افریقا د ګامبیا په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ ځېنو مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډیپلوماټانو په کې ګډون کړی وو.

د دغې دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو له سرپرست حکومته یو ځل بیا غوښتي، چې د افغان نجونو او ښځو کار او زده کړو ته دې اجازه ورکړي.

ګډونوالو په خپره کړې خبرپاڼه کې له سرپرست حکومته د لږکیو د حقونو خونديتابه، له ترهګرۍ او نشه یې توکو سره د مبارزې او نورو ټولنیزو مسایلو د هوارولو په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانانو بشري حقونو ته درناوی لرو او افغان ښځو او نجونو ته د هغوی د بنسټیزو حقونو د ورکړې او په ځانګړې توګه د هغوی د زده‌کړې او کار حق د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوو او دا یوه اړتیا بولو. د دې مسایلو په اړه له واکمنو چارواکو سره د اړیکو پر ساتلو ټينګار کوو. موږ د ثبات د ترلاسه کولو په موخه د ټول شموله حکومت لپاره د قومونو برابري، تروریزم، مخدره توکو او ټولنیزو اړخونو سره تړلو ننګونو ته د رسېدو لپاره د لا زیاتو هڅو پر اړتیا هم ټینګار کوو.»

سرپرست حکومت په وار وار ویلي، چې اوسنی حکومت ټولګدونه دی او د هېچا د حکومتولۍ نسخې به تطبیق نه کړي.

اسلامي امارت د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د خبرپاڼې په غبرګون کې ويلي، چې د نجونو او ښځو حقونه د شریعت په چوګاټ کې خوندي شوي او په خبره یې پر زده‌کړو د محدوديت مساله دایمي نه، بلکي د مناسب چاپېریال په برابرېدو سره به ټولې نجونې بېرته خپلو زده‌کړو ته ستنې شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان د ټولو اتباعو اسلامي او شریعي حقوق خوندي دي. دا چې افغانستان اسلامي هېواد دی، وګړي یې مسلمانان دي او ټول هغه حقونه غواړي چې اسلام او شریعت ورته ورکړي، د افغانستان اسلامي امارت د یوه واکمن نظام په توګه خپلو ټولو اتباعو ته د هغوی د اسلامي او شریعي حقونو ورکړې ته ژمن دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزې کې په افغانستان کې د یوه ټو‌لګدونه حکومت پر اړتیا هم ټینګار شویچې ورسره په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ډاډ ترلاسه شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وایي،  د ټولشموله حکومت جوړېدل، ښځو او نجونو د زده کړو او کار مسا له د ټولو هېوادونو سره کرښه ده او سرپرست حکومت باید یادو ستونزو ته یوه حل لاره پیدا کړي، څو نړیواله ټولنه او اسلامي هېوادونه رسميت پېژندنې ته رامخکې شي.

معارج زیاتوي: « ټولګډونه حکومت جوړول، د نجونو ښوونځي، د ښځو کار او اشتغال او اساسي قانون رامنځته کول نه یوازې د اسلامي همکاریو سازمان، بلکې د افغانانو، ټولې نړۍ او د ټولو هغو هېوادونو چې غواړي افغانستان سره تعامل وکړي، په رسمیت یې وپېژني او همداراز د بېلا بېلو نړیوالو ادارو غوښتنه ده؛ نو که اسلامي امارت یې په اړه اقدام ونه کړي، اصلاحات را نه ولي د ټولې نړۍ دا فرصتونه به له لاسه ورکړي، افغانستان به وروسته پاتې وي، له نړۍ به په انزوا کې وي او خلک به له لوږې او بدبختۍ سره مخ وي.»

دغه سازمان له افغانستان سره پر خپلې ښکېلتیا هم ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې له دغه هېواد سره د بشري مرستو ترڅنګ له حقیقي کسانو سره د اړیکو له لارې غواړي په تعامل کې واوسي.

لوېدیځوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو په وار وار داسې اندېښنې څرګندې کړي، چې ګواکې د داعش او القاعدې په ګډون ځېنو ډلو افغانستان کې ځای موندلی او دوی لپاره په یوه بالقوه ګواښ بدلېدای شي، خو اسلامي امارت وايي نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist