له افغانستانه د ترهګرۍ د احتمالي پراخېدا په تړاو اندېښنې هغه څه دي، چې نړیواله ټولنه یې په اړه بیا بیا دریځ نیونې ته اړه کړې.
د دې اندېښنو پر دوام د امریکا سولې انسټیټیوټ یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرې د احتمالي پراخېدا په تړاو اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې داعش ته ورته وسله والې ډلې له افغانستان او پاکستانه د راپورته کېدو په حال کې دي.
راپور کې راغلي، چې دغه کار کولی شي د امریکا ملي ګټې او نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.
د راپور یوه برخه: « دا چې له افغانستان او پاکستانه ترهګریز ګواښونه لکه په روسیې کې د داعش خراسان خاښ برید د راپورته کېدو په حال کې دي، دا کولی شي د امریکا ملي امنیت، ملي ګټې او نړیوال امنیت ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ پېښ کړي.»
د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور کې ادعا شوې، چې ګواکې اسلامي امارت لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې پالي او له همدې په استفادې غواړي امریکايي وګړي، د دې هېواد متحدین په نښه او پر ملي ګټو يې بریدونه وکړي.
امریکا په افغانستان کې د القاعدې ډلې بیا ځلې راټوکېدل تر ټولو ناوړه سناریو بللې؛ خو ویل شوي چې دغه کار لا نه دی عملي شوی.
د راپور یوه برخه: « په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د القاعده بیارغونه چې تر ټولو ناوړه سناریو ګڼل کېږي، نه ده عملي شوې؛ خو دغه ډله او د هغې د سوېلي اسیا برخې ډلې لا هم له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، د طالبانو ملاتړ لري او له هغوی څخه پر امریکايي وګړو، متحدینو، د هند په ګډون د امریکا پر شریکانو او ګټو د بریدونو غوښتنه کوي.»
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د هر راز وسله والو ډلو شتون په کلکه ردوي او ورته ادعاوې بې بنسټه ګڼي.
نوموړی له وسلهوالو ډلو سره اړیکې ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي څو له افغان خاورې په ګټنې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
فطرت زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت پخوا هم ویلي او اوس هم وايي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد په خلاف نه کارول کېږي او په کور دننه هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي، څو د افغانستان له خاورې بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي هم په افغانستان کې ترهګریزو وسله والو ډلو شتون او فعالیت په تړاو د امریکا د سولې انسټیټوټ راپور ردوي او له وسله والو ډلو سره د اسلامي امارت مبارزه ستایي.
د شنونکو په باور امریکا او نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د ورته اندېښنو د شریکولو او اسلامي امارت د محدودیتونو له اعمالولو پرځای باید تعامل او ګډه همکارۍ ترسره کړي ترڅو ورسره ټولې هغه اندېښنې په واقعي ډول له منځه لاړې شي چې وخت ناوخت یې دغه هېوادونه مطرح کوي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « امریکا او متحدین یې باید له اسلامي امارت سره مرسته او همغږي وکړي، څو د دا ډول ډلوټپلو، پرګرامونو او ګروپونو مخه ونیول شي. پر ځای د دې چې له یوې خوا ډلې موجودې دي او له بلې خوا ورته د حاکم نظام حکومت کمزوری کوې، باید له اسلامي امارت سره پوره همکاري وشي، بندیزونه لرې شي او نړیوال ورسره تعامل وکړي.»
له ترهګرۍ سره مبارزه او د نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې نه کارېدنه د امریکا له هغو اساسي شرطونو یو دی چې امریکا او اسلامي امارت څلور کاله وړاندې د دوحې هوکړې د لاسلیک پر وخت پرې صلاح شوي.
هغه مورد چې اسلامي امارت یې تل د عملي کېدا ټټر وهلی او په دې تړاو یې د نړۍ هر راز اندېښنې بېځایه ګنلي دي.