تخار کې سیمهییز خبریالان وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر رسنۍ د بندېدو له ګواښ سره مخ دي او که اسلامي امارت ورسره مالي مرسته ونه کړي؛ نو نه شي کولی چې د پخوا په څېر خپل رسنيز فعاليت دوامداره وساتي.
دوی وايي، د پخوا پرتله يې که څه هم د رسنيو د کارکونکو شمېر کم شوی؛ خو اقتصادي ستونزې او د مالي ملاتړ نشتوالی یې د کاري بهير پر وړاندې جدي ننګونې دي.
یو تن خبريال وايي: « اطلاعات پر خپل وخت موږ ته نه رسېږي. تل زموږ هڅه دا وي چې پر خپل وخت اطلاعاتو ته لاسرسی ولرو؛ خو بیا یې هم پر وخت نه شو ترلاسه کولی. بله ستونزه دا ده چې د اسلامي امارت تر حاکیمت وروسته رسنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ دي او ډېری رسنۍ چې د اړتیا وړ بودیجه نه لري په تخار کې خپل نشرات بند کړي دي.»
یو بل خبريال وايي: « موږ د خبریالانو له ملاتړ کوونکو ټولنو او اسلامي امارته غواړو چې خصوصي رسنیو او د دې رسنیو کارکوونکو ته پاملرنه وکړي.»
ځېنې نور بیا وایي، د تېر په پرتله ورسره د ملکي ادارو همکاري پیاوړې شوې خو په وينا يې نظامي ادارې لاهم پر وخت ورسره اطلاعات نه شريکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یو تن ځايي خبریال وايي: « سیمهییزو ادارو ته د خبریالانو لاسرسی د تېر په پرتله یو څه ښه شوی دی؛ خو کله چې یوه چادونه ترسره کېږي یا کومه بله امنیتي پېښه رامنځته کېږي نو نظامي ادارې پر وخت موږ ته اطلاعات نه راکوي او همدا لامل دی چې رسنۍ له خپلو سرچینو لکه څنګه چې اړینه ده، اطلاعات نه شي خپرولی.»
په تخار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر بیا وایي، اړونده ریاست کار کوي چې په ټولو برخو کې د خبریالانو لاسنیوی وکړي او پرېنږدي چې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت بند کړي.
هغه زیاتوي: « موږ هڅه کوو چې د رسنیو تخنیکي او مالي ستونزې د ولایت مقام او همکارو موسسو ته ورسوو. د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د اطلاعاتو مشر تل له رسنیو سره همکاري کړې او راتلونکي کې به هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې رسنیو سره همکاري کوي؛ خو په تخار کې ځېني مغرضي رسنۍ شته چې تل کارونو ته له منفي نظره ګوري.»
د مالوماتو له مخې، په تخار کې د مخکېني حکومت پرمهال (۱۵) غږیزې او انځوریزې رسنۍ فعالې وې؛ خو د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته دوه رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت ځنډولی او پاتې نورې هم له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.