په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدوديت له امله پر اسلامي امارت د نړيوالو فشارونو ترڅنګ، عام افغانان هم د يادو محدوديتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
د همدې محدودیتونو پر دوام تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د زدهکړو د ارزښت په هکله څرګندونې کړې او ویلي دي، چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی د ټولو خلکو بنسټیر حق دی او په دې حق کې ممانعت د منلو وړ نه دی.
بېنېټ وايي:« ښوونې او روزنې ته لاسرسی يو بنسټیز حق دی، چې باید په ټوله نړۍ کې خوندي شي او په دغه حق کې تخریب او ممانعت د منلو نه دی.»
ریچارډ بېنېټ داسې حال مهال د زدکړو پر اهمیت ټینګار کوي، چې د ترکیې د پوهنې بنسټ پلاوی په افغانستان کې د ښوونیز فعالیت پراخولو لپاره کابل ته راغلی دی.
که څه هم له اسلامي امارت څخه مو د نجونو د زده کړو دوام په اړه د پوښتنې ځواب ترلاسه نه کړ، خو د حقوقي چارو کارپوهان وایي، د زدهکړو په اړه د اسلامي امارت تګلاره باید تغییر شي او په خبره یې نړیوالو ته نباید د نیوکې فرصت په لاس ورکړل شي، څو نړیوالې رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي.
د حقوقي چارو کارپوه اسماعیل ځدراڼ وايي:« د اسلامي امارت مشرانو ته پکار ده چې د دې لپاره داسې چوکاټ جوړ کړي چې هغه د اسلام په چوکاټ کې وي، هېڅ څوک هم نه غواړي چې خپلې خویندې یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بې حجابه ولېږي. موږ داسې وایو، اسلام چې څه جواز ورکړی، کوم حجاب، په هغه چوکاټ کې دې ورته ژر خلاص شي. نور دې نه ځنډوي، دا د دوی ( نجونو او ښځو) حق دی او باید ورکړل شي.»
د پوهنتون استاد اسلام دانشمل وايي:« د قواعدو په رڼا کې دې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي، چې له دې سره به موږ هم نړیوال مشروعیت ته نږدې شوي یو او هم به موږ هغه لوی هدف چې د یوې مرفع او پرمختللې ټولنې رامنځته کول دي، دا به مو ترلاسه کړی وي.»
د ښځو حقونو فعالانې بيا پر دې باور دي، که چیرې د نجونو پر زدکړو د لګول شوي محدوديت په اړه غور ونه شي، د اسلامي امارت او ملت ترمنځ شته باورمندي به له منځه لاړه شي.
په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له شاوخوا ۹۵۳ ورځو راپدېخوا د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او له څه باندې يو کال راپدیخوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې، خو اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او د دوی د لوړو زدکړو په اړه طرحه نهايي نه کړه.