سره له دې چې له ۲۰ زیاتو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د افغانستان اوسني نظام ته سپارل شوي او د سیمې ګڼ هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې فعالې استازولۍ لري؛ خو بیا هم هېڅ لوري په رسمیت د افغانستان نظام د پېژندنې اعلان نه دی کړی.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت به هغه مهال په رسمیت وپېژندل شي چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په برخه کې د افغان ولس او نړیوالو مشروع غوښتنې عملي کړي او په حکومت کې سرپرستي ختمه کړي.
دوی په دې باور دي هغه مهال به هم نړیوال ځېنې نور شرایط ولري چې هغه د اساسي قانون جوړښت او پر بنسټ یې د داسې حکومت رامنځته کول وي چې له درې ګونو، اجرائیه ، قضایه او مقننه قوې جوړ وي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « عمده لامل یې د نجون ښوونځي او پوهنتون مساله ده، بله دا چې هر کله دوی د نړۍ مشروع غوښتنې ومني نو د نړیوالو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي، دا هم په داسې شرایطو کې چې افغانستان اساسي قانون، مقننه قوه، اجرائیه قوه او قضایه قوه رامنځته کړي، له سرپرستۍ ځان خلاص او یو ثابت حکومت رامنځته کړي.»
ځېنې نور بیا وايي، دا چې د افغانستان حکومت د نړیوالو له لوري له زیاتو نیوکو سره مخ کېږي لامل یې هم د سرپرستۍ دوام دی او له دغه وضعیته د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار اوسنیو شرایطو ته په کتو د اساسي قانون رامنځته کول دي چې له مخې یې مسوول او دایمي حکومت رامنځته شي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو مهمه نیوکه دا ده چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د سرپرستۍ په توګه د حکومت دوام دی، چې له بده مرغه له ډېرو هڅو وروسته هم هېڅ هېواد تراوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، له دغې سیاسي ستونزې څخه د وتلو لپاره چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، باید د وخت له غوښتنو سره سم نوی اساسي قانون رامنځته او تصویب شي.»
رسمیت پېژندنه د دولتونو لومړیتوب دی چې پرمټ یې کولی شي د نړیوال مشروعیت ترڅنګ د خپلو ولسونو باور هم ترلاسه کړي.
څېړونکي په دې باور دي، هغه هېوادونه چې په نړیواله کچه پېژندل شوي له دایمي سیاسي او امنیتي ثباته برخمن دي او اقتصادي وده یې کړې.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « رسمیت پېژندل د دولتونو تر ټولو مهم لومړیتوب دی، ځکه له نړیوال رسمیت پېژندلو سره نه یوازې د دولتونو مشروعیت تړلی، بلکې د دولتونو راکړه ورکړه، له نړۍ سره د هغوی سیاسي او اقتصادي تعاملات، په کور دننه د ولس د باور جوړنې په برخه کې پرمختګونه او په لویه کې پر ثبات د امنیت بدلېدو برخه کې مهم کردار لوبوي. هغه دولتونه چې نړیوال یې په رسمیت نه پېژني هلته ګنې ټولنیزې او اقتصادي ناخوالي، ناکامۍ او په ټوله کې د ثبات نشتون وېره راپیدا کېږي.»
خو اسلامي امارت وايي، د رسمیت پېژندنې ټول نړیوال معیارونه چې ورته اړتیا لیدل کېږي پوره کړي او له ټولې نړۍ سره ښې او نږدې اړیکې غواړي او اوس نړیوالو ته پکار دي چې رسمیت پېژندنې ته راوړاندې شي.