د زرغون میراث د نیالګیو کېنولو کمپاین تر نامه لاندې د اقلیم او چاپیریال ساتنې په ناسته کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا افغانستان د اقلیمي بدلون له سختې څپې سره مخ وباله.
روزا اتونبایوا د اقلیمي بدلون ناوړه اغیزو د مخنیوي او کمښت یوه اصلي لار د نیالګیو او بوټو کېنول ګڼي او په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.
هغې دغه راز په هېواد کې د ټولو هغو ادارو او سازمانونو هڅې وستایلې چې په وینا یې په دې برخه کې کار کوي.
هغې زیاته کړه:« افغانستان په ځانګړي د اقلیمي بدلون له یوې سختې څپې سره مخ دی. موږ نړیوال سازمانونه او نړیواله ټولنه نن ورځ دلته یوو، ترڅو ستاسو له هېواد سره په د ې برخه کې مرسته او همکاري وکړو.»
په ورته مهال د اروپایي ټولنې د دفتر چارسمبالې رافایلا ایودیس هم د چاپېریال ساتنې په ارزښت ټینګار وکړ.
رافایلا دغه راز وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې تر ټولو کمه ونډه لري؛ خو په وینا له دې ناوړه پدیدې تر نورو زیات اغیزمن شوی دی.
رافایلا زیاتوي:« د نړیوالې ټولنې په توګه موږ دا منو او دا باید ومنو، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازو په تولید کې تر ټولو کم مسوولیت او ونډه لري؛ خو د دې خلاف د اقلیم بدلون تر ټولو ډېر اغیزمن هېواد دی.»
د دې ترڅنګ د کرنې او اوبو لګونې وزارت مرستیال بیا په داسې حال کې چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د چاپیریال ساتنې د دې وزارت په لاسته راوړنو غږیږي خو وايي، که نړۍ د اقلیمي بدلون مسالې ته جدي رسېدنه ونه کړي په راتلونکي کې به یې کابو کول ستونزمن وي.
بل پلو د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، غواړي په روان کال کې د کابل ښار په ۲۰ ناحیو کې ۲ میلیونه بېلابېل بوټې کېنوي چې په وینا یې تر دې دمه یې ۶۰۰ زره کېنولي.
د کابل ښاروالۍ زرغونتیا مشر عبدالوکیل متوکل وايي:« سږکال د ښاروال د حکم پر اساس، د معینانو د غوښتنې پر اساس، د ناحیو رئیسانو غوښتنې پر اساس دوه میلیونه بېلابېل نیالګي، مثمر او غیر مثمر، بوټي او ګلان د ښاروالۍ له تولېداتو ښار ته اماده دي، چې په هغې کې ۶۰۰ زره نیالګي موږ په ناحیو او مختلفو ځایونو کې کېنول.»
د اړیکو دفتر( ټي.ال.او) غیر دولتي سازمان په ۲۰۰۳ز کال کې رامنځته شوی، چې د پلازمېنې په ګډون په پکتیا، خوست، هرات او ننګرهار کې سیمه ییز دفترونه لري او چاپېریال ساتنې، بوټو کېنولو او ورته برخو کې فعالیت کوي.
د دې دفتر مسوولین وايي، تر دې دمه یې د هېواد په اتو ولایتونو کې۸ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنولي دي.