Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوه

امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/17

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکې ۲۰۲۵ زېږديز کال د مارچ تر ۱۷مې پورې تمدید کړ.  

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر هغې چې افغانستان په بشپړه توکه سولې او ثبات ته رسېږي، له سرپرست حکومت سره به خپل ماموریت ته دوام ورکوي  .

د خبرپاڼې یوه برخه:« په ناسته کې ټولو د ۲۷۲۷ پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره، په افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو، بسپنو، پروګرامونو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو وغوښتل شول، چې له یوناما سره همغږۍ ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتنه کېږي، چې د دې هېواد او د یوناما د فعالیتونو په اړه هر درې میاشتې وروسته راپور چمتو کړي.»

په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو په اړه پرېکړه‌لیک جاپان چمتو کړی وه.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي یامازاکي کازیوکي ویلي، له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د یوناما ماموریت مهم دی .

د کازیوکي په خبره، ملګري ملتونه به له هغو افغانانو سره چې په سختو شرایطو کې دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:« له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل یوه مهمه اړتیا ده، چې ملګري ملتونو به د امنیت شورا په ملاتړ له افغانانو سره پر سختو شرایطو کې پاتې شي او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.»

په ورته مهال د سرپرست حکومت چارواکي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ماموریت له غځولو ملاتړ کوي .

دوی زیاتوي، هیله لري چې دغه استازولي به د افغانستان رښتینی انځور نړی ته وړاندی کړي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د یوناما له فعالیت سره موافق دی چې یو کال نور هم تمدید کېږي. اسلامي امارت به ورسره همکار وي، لکه څرنګه چې په تېر دوه نیم کاله کې ورسره همکار پاتې شوی دی. غوښتنه مو دا ده چې دوی ( یوناما) وشي کولی چې په ښه ډول خپل ماموریت ترسره کړي او په ځانګړي د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د اړیکو د لا پياوړتیا او ښه والي لپاره کار وکړي. د ډ یپلوماتیک پرمختګ برخه کې دنده لري چې ترسره یې کړي.»   

 بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د یوناما د ماموریت غځېدل مثبت ګام ګڼي او له دغه سازمان غواړي، چې د نړۍ قدرتونو ته د وسیلې په توګه خپل ماموریت پر افغانانو تحمیل نه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ګنګ شوانګ، چې دغه پرېکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړې ویلي، د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ ماموریت د افغانستان په موجوده وضعیت کې هېڅ ډول بدلون نه دی راوستی.

بل پلو، د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو بیا د یوناما د ماموریت له تمدید سره له ملاتړ سربېره غوښتنه کړې، چې دغه ماموریت به په افغانستان  کې د بشري حقونو د اعادې او له ټولو ملي او سیاسي لوریو سره د خبرو زمینه رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist