Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: د نظام استحکام او بهرنیو لاسوهنو مخنیوي لپاره ولسي ملاتړ او مشروعیت مهم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/12

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ډېری چارواکو ویناوې په دې ورټولې وي چې نوره له چا سره جګړه نه غواړي، هېڅ هېواد ته به د افغانستان له خاورې ګواښ نه پېښیږي؛ خو نړیوال دې هم نور د افغانستان لپاره پلمې نه جوړوي او پر دې خاوره دې د یرغل فکرونه نه کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ولس ترمنځ د یووالي ټینګښت، د قانوني نظام رامنځته کول او د خلکو په وړاندې مسولیت منل کولی شي، چې افغانستان له اوسني وضعیته وژغوري.

دوی وايي، د نظام د پیاوړتیا او بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره د ولس ملاتړ او داخلي مشروعیت مهم دی.

دغه راز دوی پر دې باور دي چې له دې سره به افغان ولس تر ډېره له اوسنیو ستونزو چې ورسره مخ دی خلاص شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي او د نظام د استحکام لپاره مهمه دا ده چې ملي نظامونه د قانون پر بنسټ خپل مشروعیت له ملته واخلي، یعنې قانومند حکومت جوړ کړي. د نظام نوعیت ژر تر ژره د اساسي قانون پر بنسټ تعریف کړي، ملت ته ځواب ویونکی وي او ملي وحدت وپالي.»

ځینې نور بیا وايي، د داخلي ستونزو د حل لپاره او له نړیوالو سره د اړیکو د ښه کېدو یوازینۍ لار په نظام کې د سیاسي اصلاحاتو راوستل دي، چې باید په دغه برخه کې جدي ګامونه واخېستل شي.

دوی وايي، د اساسي قانون جوړول او پر بنسټ یې د حکومت رامنځته کول کولی شی چې تر ډېره د نړۍ او کابل ترمنځ شته ستونزې له منځه یوسي.

د سیاسي چارو کارپوه فضل هادي وزین وايي:« د هېواد کورنیو ستونزو د له منځه وړلو او همداسې بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه‌والي لپاره اړینه ده، چې د اسلامي امارت رهبري سیاسي اصلاحاتو خوا ته لاړه شي.»

خو سرپرست حکومت له وړاندې بیا ویلي، له ګڼو هېوادونو سره تعامل لري، د سیمې مهمو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي او د دې ترڅنګ  یوناما او ګڼ نور نړیوال سازمانونه فعالې استازوالۍ لري او په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.

د سیاسي چارو کارپوه هاشم الکوزی وايي، دا سمه ده چې ګاونډیان او د سیمې ګڼ شمېرهېوادونه په کابل کې استازوالۍ لري خو لاهم هغه موخه نه ده ترلاسه شوې چې افغان ولس یې له نړۍ سره د رسمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې لري او دغه هدف ترلاسه کولو لپاره باید جدي اقدمات وشي.

الکوزی زیاتوي:« موږ یو څه لاسرسی لرو، د ډېرو هېوادونو سفارتونه اوس په کابل کې خلاص دي او زموږ سفارتونه هم په ډېرو هېوادونو کې اوس مهال خلاص دي؛ خو هغه څه چې افغانان یې غواړي چې موږ باید له نړۍ سره وصل شو او په دې برخه کې تراوسه موږ موخې ته نه یو رسېدلي. موږ پر اسلامي نظام او د دوی پر بهرني سیاست چې څوک یې مخې ته بیایي غږ کوو چې په دې برخه کې باید هڅې او هلې ځلې وکړي او موږ باید له نړیوالو سره وصل شو.»

افغانستان، هغه هېواد چې له جګړو تازه راوتلی، یوازې دوه نیم کاله کېږي چې وګړي یې د ارام ساه اخلي خو واک ته د اسلامي امارت د رسېدو په پلمه د امریکا پر مشرۍ نړیوالو پرې بندیزونه وضع کړي دي، چې له امله یې عام افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کتوونکو په باور که وضیعت بدل نه شي د ناورین لمنه به نوره هم پراخه شي چې بیا به رسېدنه ورته ستونزمنه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist