Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

امیري: که اسلامي امارت غواړي افغانستان له بې وزلي خلاص شي د ښځو پر وړاندې دې تګلاره بدله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/11

افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو وضعيت، د افغانستان په اړه د په نړيوالو بحثونو محور ګرځېدلی.

د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې ‍د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بنديزونه، د دې هېواد اقتصادي وضعيت ښه‌والي پر وړاندې لوی خنډ ياد کړی.

امیري ويلي، د يادو بنديزونو له امله افغانستان په کلنۍ توګه د يو میليارد ډالرو په اندازه مالي زيان ګالي او له دې وضعيته د وتلو لپاره يې، د سرپرست حکومت له لوري د تګلارو پر بدلولو ټينګار کړی دی.

 امیري زیاته کړې: « افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو فرمانونو او بندیزونو له امله په کلنۍ توګه له یوه میلیارد ډالرو زیات تاوان کوي. دا هغه فرمانونه دي، چې افغانې نجونې او ښځې له زده‌کړو منع کوي او د ټولو افغانانو کار او روزګار ته زیان رسوي. د دې لپاره چې افغانستان له بې‌وزلۍ ووېستل شي، دا تګلاره باید بدله شي.»

رینا امیري داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار کولو محرومې دي او د همدې بندیزونو په پایله کې، ډېرو مرستندویه بنسټونو خپلې مرستې یا کمې کړي او یا يې هم په بشپړ ډول بندې کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي دې ته په پام چې د نجونو او ښځو لپاره خوندي فضا رامنځته شوې، خو له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې ښځو ته په ټولنه کې د فعالیت اجازې په ورکولو سره ځان له اقتصادي ستونزو خلاص کړي.

د اقتصادي چاروشنونکی صمیم جاهد وايي: « دا واضح خبره ده که چېرې په ټوله کې ښځو د افغانستان په اقتصاد کې کار کولی او په دې کې یې ونډه لرلی؛ نو د افغانستان اقتصاد به لا زیاته وده کړې وه، همدې ته په کتو اسلامي امارت دې دغې برخې ته توجو وکړي، یو څه انعطاف پزیرې دې وښيي او نړیوال هم باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»

ځینې نور بیا وايي،اسلامي امارت ته پکار ده چې له نړیوالې ټولنې سره د ښه تعامل په اساس روابط ټینګ کړي، څو د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي.

د اقتصادي چاروشنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د افغانستان حکومت که نړۍ سره تعامل ونه کړي؛ نو ضرر او زیان یې زیات ولس ته رسېږي، که تعامل وکړي او افغانستان په رسمیت وپېژندل شي نو راکړه ورکړه ډېرېږي، سیاسي استازوالۍ به فعالې شي، د سوداګرۍ برخه به لا زیات پرمختګ وکړي او پانګونه به زیاته شي.»

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « که چېرې د افغانستان اسلامي امارت د ښځو په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، مرستې به نورې هم له لاسه ورکړو او په رسمیت به هم ونه پېژندل شي، ځکه د نړۍ لومړنی شرط چې دی د ښځو حقونه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې وار له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټویو ګوتیریش په خپل وروستي راپور کې چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه يې لیکلی ویلي، د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist