Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کوریلا : د احتمالي ګواښونو مخنیوي په موخه د افغانستان پر فضا څار زیاتوو

کوریلا : د احتمالي ګواښونو مخنیوي په موخه د افغانستان پر فضا څار زیاتوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/11

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ قوماندان مایکل کوریلا وایي، له افغانستانه د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په هدف غواړي د دغه هېواد پر فضا خپل استخباراتي څار ډېر کړي.

کوریلا کانګرېس ته په استماعيه غونډه کې ادعا کړې، چې له افغانستانه د امریکا او متحدانو اهدافو د برید احتمال مخ پر ډېرېدو دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې ښایي داعش په راتلونکو شپږو میاشتو کې پر امریکا او اروپایي هېوادونو د برید کولو وړتيا ترلاسه کړي.

کوریلا وايي: « سږ کال داعش په سوریې او عراق کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د لازیاتو بریدونو ګواښ، چې له افغانستانه سرچینه اخلي د زیاتېدو په حال کې دی. د داعش خراسان څانګه خپل ځواک راټولوي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به له کوم خبرداري پرته د امریکا او غرب پر ګټو برید وکړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې په غبرګون کې يادې څرګندونې ناسمې او له حقیقته لري بولي او زياتوي چې داعش په افغانستان کې تر دې حده ځپل شوې، چې د بيا انسجام وړتيا نه لري.

مجاهد وايي: « دغه ادعا ناسمه ده. له بده مرغه په امریکا کې اوس هم هغه کړۍ چې د جنګ پلوې وې او د اشغال تر شا ولاړې وې، په جنګ کې یې ګټې وې اوس هم پروپاګند کوي او هڅه کوي چې د افغانستان په اړه د خلکو ذهنیت خراب کړي. په افغانستان کې موږ وضعیت وینو او نړۍ یې هم مشاهده کولی شي چې دلته هېڅ خپلسرې ډله وده کولی نه شي او نه شته دی. د داعش پروژه د اشغال په وخت کې د امریکایانو لخوا حمایه کېدله او اوس دا ډله ځپل شوې، له منځه تلې ده او د نابودۍ په سرحد ولاړه ده.»

کارپوهان د سنټکام دا ډول څرګندونې د امریکا استخباراتي لوبه بولي او زیاتوي، چې امریکا د ورته مسايلو په مطرح کولو سره غواړي خپل فشارونه پر افغانستان زیات او په دوامداره توګه اعمال وساتي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « دغه اطلاعات چې کانګرس ته وړاندې کېږي، د طالبانو او افغانستان د جغرافیې په هکله د کانګرس تصمیم لپاره دا خپله د پاکستان د استخباراتو اطلاعات، مبارزه او کړنه ده، چې له طالبانو سره دوه مخې لوبه کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « په دې شرایطو کې چې پر افغانستان یې په عملي ډول اقتصادي او سیاسي فشارونه  وارد کړي د امریکا دغه ډول ادعاوې سیاسي موخې لري. تل یې له دغه ډول ډلو سره د مبارزې لپاره د سیمې او نورو هېوادونو ته خپلې لښکرې وروستي او په افغانستان کې هم ۲۰ کاله پاتې شول؛ نو که د دې ډلې په اړه یې اندېښنه درلوده باید پر وړاندې یې مبارزه کړې وه. نن که دوی پر دغه ډول موضوعګانو بحث کوي موخه یې دا ده چې پر اسلامي امارت زیات فشار راوړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیو ګوټیرېش تېره اوونۍ په خپل ۱۶ مخیزه راپور کې ویلي، د وړم کال پرتله تېر کال په افغانستان کې ۳۸ سلنه امنیتي پېښې زياتې شوي، خو اسلامي امارت يې په غبرګون کې دا ډول مالومات د ځینو استخباراتي کړیو کار بللی او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې په خپلو راپورونو کې له دقت او بې پرې‌توبه کار واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist