د کندهار ښار اوسېدونکې زینب له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخته ده او څو کلونه وړاندې یې په ډېرو کمو امکاناتو په خپل کوچني کرايي کور کې د غالۍ اوبدولو مرکز جوړ کړ.
زینب وايي، دلته د غالۍ اوبدلو له لارې د خپلي کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي او هم يې څو تنو نورو بې وزله مېرمنو د روزلو ترڅنګ هغوی ته د کار زمینه برابر کړې.
د زینب په خبره، د کار ځای یې کوچنی دی او هم د صنعت په برخه کې د کافي امکاناتو نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ ده او په دې برخه د حکومت او موسساتو د ملاتړ غوښتنه کوي.
نوموړې زیاتوي:« دغه هر څه مې په خپلو پیسو واخېستل اوس کار پرې کوم، بازار کې یې پلورم او خپله یوه مړۍ ډوډۍ ځانته پيدا کوم. له حکومته مې غوښتنه دا ده چې ځای راته راکړي او نورو برخو کې هم مرسته راسره وکړي، د کار ځای مې ډېر کوچنی دی، که دا پراخه شي ډېره به ښه شي او کار به مې په ښه توګه مخې ته ولاړ شي.»
په دغه مرکز کې په کار بوختي مېرمني د بې وزلۍ له امله په ډېرو کمو امکاناتو او کمو پیسو کار کوي او وايي، بې کارۍ او له بلې خوا سختې مجبورۍ دې ته اړې کړې ترڅو د غاليو اوبدلو زده کړې ته مخه کړي او د دې کسب له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړې.
د دوی په خبره اوس يي غالۍ هېڅ بازار نه لري او نه هم د پخوا په څېر په ښه بیه خرڅېږي، چې له کبله یې دوی کمه ګټه ترلاسه کوي.
یوه غالۍ اوبدونکې سمین ګل وايي:« اوس دا بیخي ارزانه شوې دي او تارونه بیا قیمته شوي، د یوه جانماز بیه چې ډېره لوړه شي ۳۰۰ یا ۴۰۰ ده تر دې یې پر لوړه بیه څوک نه اخلي.»
یوبله غالۍ اوبدونکې مېرمن بیا وايي: « دومره ګټه نه لري خو بیا هم تر هېڅ ښه ده، موږ وایو چې دې کار ته بازار پیدا شي، لکه فابریکه د غالیو پيدا شي چې یو څوک یې وپلوري، یو څوک یې واخلي او دغسې مو اقتصاد پرمخ روان وي.»
غالۍ اوبدونکې فاطمه وايي: « که ځای پراخه شي ډېره به ښه شي، ځکه که ځای پراخه وي نو کار مو هم ښه کېږي او ډېر پېردونکي به ولرو.»
ورته مهال د کندهار د کانونو او صنعایو خوني مسوولین د غالیو اوبدونکو مېرمنو د ملاتړ ترڅنګ د هغوی د لاسي غالیو د بازار موندنې په برخه کې ډاډ ورکوي.
د کندهار کانونو او صنایعو خوني مشر سید سرور اماني وايي: « موږ به هڅه وکړو چې دغه کسان د مرکز له ټولنې او مسوولینو سره وصل کړو تر څو د دوی لپاره بازار موندنه وکړي، چې اوس الحمدالله ښه بهرنی مارکېټ لري، له همدې لارې به د دوی جنس هم واخېستل شي او په بهرنیو هېوادونو کې به وپلورل شي.»
غالۍ په افغانستان کې هم په دوديز ډول په کورونو او هم په مسلکي ډول په کارخونو کې اوبدل کېږي، چې ډېری بې وزله کورنۍ له دغې لارې خپلي اړتیاوې پوره کوي.