Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو نږدې راتلونکي  کې ناسته جوړوي

اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو نږدې راتلونکي  کې ناسته جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/21

د قطر په کوربتوب د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې دوه ورځنۍ ناستې له ترسره کېدو وروسته اوس د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان (او.آی.سي) په نږدې راتلونکي کې د یوې بلې ناستې د جوړېدو خبر ورکوي.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه که څه هم د دې ناستې د کره نېټې په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو د ترسره کېدو ځای ګامبیا هېواد او د بحث اصلي اجنډا  یې د افغانستان روان وضعیت څېړل ښودلي.

د دې ترڅنګ دغه سازمان، له دې ناستې وروسته د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د یوې بلې ناستې خبرهم ورکړی.

یاد سازمان زیاته کړې: « د اسلامي همکاریو سازمان مشر طارق علي بخیت ټینګار کړی، چې په ګامبیا کې د یاد سازمان د استازو او په کامرون کې د بهرنیو چارو وزیرانو ترسره کېدونکو ناستو د اجنډا اصلي برخه به د افغانستان وضعیت څېړل وي.»

په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان مشر طارق علي بخیت د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنی ناسته کې چې وړمه ورځ پای ته ورسېده ګډون کړی او د ګڼو هېوادونو له استازو سره د خبرو اترو ترڅنګ یې له افغانستان سره د دې سازمان د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

بخيت دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ترسره شویو مرستو او د سعودي عربستان په کوربتوب په اسلام کې د ښځو د حقونو د ترسه شوي کنفرانس یادونه کړې.

د سیاسي چارو شنونکي که څه د افغانستان د موضوع په تړاو ورته ناستې ګټورې ګڼي خو تېرو ناستو ته په کتو د ورته ناستو پایلو ته خوشبیني نه ښيي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هره غونډه چې د افغانستان د مسایلو په اړه په کې یادونه کېږي؛ نو دا په دې مانا ده چې افغانستان په محور کې دی او تراوسه له پامه نه دی غورځول شوی. دغه سازمان له هماغه وخته چې جوړ شوی داسې یو اجرائيوي کار یې نه دی کړی او اجرائيوي صلاحیت هم نه لري، یوازې سره راټولېږي او موضوع یې د اعلامیو او غندونو تر حده رسېږي، نور نو د څارنې او یا اجرایئوي صلاحیت نه لري.»

بل پلو بیا یو شمېر نور د نظر خاوندان وايي، د ورته ناستو ترسره کوونکي د بحثونو او خبرو اترو ترڅنګ باید د حللارو موندلو په لټه کې شي.

دوی وايي، ورته ناستې هله مثبتې پایلې لرلی شي چې ګډونوال د اندېښنو د شریکولو ترڅنګ په کې د ستونزو هوارۍ لپاره عملي لارې چارې ولټوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وایي: « د اسلامي همکاریو سازمان یو ستر ظرفیت دی، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې  د اسلامي نړۍ په کچه ستر هېوادونه دي. زه په دې باور یم که دوی د افغانستان په اړه په رښتیا رامخې ته شي او د افغانستان د ستونزو په هوارولو کې همکاري وکړي نو له انزوا څخه د افغانستان په راوتو کې به د دوی کردار مهم وي.»

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال د یوې بلې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکوي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د افغانستان پر مسلې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ګڼې ناستې ترسره شوي خو تر دې دمه یې محسوسې پایلې یې نه دي لرلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist