Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

کارپوهان: اسلامي امارت دې د افغانستان په تړاو د دوحې ناستې ته استازی واستوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/11

د افغانستان په تړاو دوحه کې جوړېدونکې ناستې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي؛ خو لاهم د اسلامي امارت له لوري په دې  ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو، د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایوا د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره په بېلابېلو لیدنو کې له دوی غوښتي چې د افغانستان په تړاو د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناستې مهمې بولي او وایي، د دې ناستې د اجنډا غوښتنه یې کړې او د بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزراء سیاسي کمېسیون به په دې ناسته کې د ګډون او یا نه ګډون پرېکړه وکړي.

مجاهد زیاتوي:« هغه ناستې چې د افغانستان په اړه کېږي ټولې مهمې دي؛ خو د دوحې د ورستۍ ناستې په اړه د اجنډا او ګډون کوونکو د موضوع په اړه موږ مالومات غوښتي وو، د بهرنیو چارو وزارت او همداراز د اسلامي امارت د ریاست لوزرا سیاسي کمېسیون پر دې بحث کوي او تر اوسه پورې د ګډون او نه ګډون موضوع روښانه نه ده، په راتلونکې کې به روښانه شي.»

مجاهد یوځل بیا د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل غېر ضروري بولي او په خبره یې په افغانستان کې جګړې ختمې شوې دي.

د سیاسي چارو کارپوهانو په باور د دوحې دغه ناسته یو فرصت دی؛ څو اسلامي امارت په خپل ګډون سره مخامخ د هېوادونو هغه اندېښنې ور ځواب کړي چې له افغانستانه یې لري.

دوی ټینګار لري چې اسلامي امارت دې دا فرصت نه ضایع کوي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وایي: « دا د افغانستان په تړاو د بېلابېلو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو ډېره ښه زمینه ده او دا فرصت باید له لاسه ور نه کړو. هېله من یو چې سرپرست حکومت دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپل استازي په استولو سره د افغانستان د خلکو ستونزې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: « اسلامي امارت باید دې ناستې ته ځان چمتو کړي، چې په دوحه کې به دوی له افغانانو سره مواجې شي، افغانان له دوی مشروع غوښتنې لري چې دا د بشر حقونه، د ښځو حقونه او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول دي او د دې لپاره باید اسلامي امارت ځواب ولري.»

که څه هم له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو په جوړېدونکو ناستو کې د ګډون غوښتنه کوله؛ خو اوس چې د دوحې دې ناستې ته د اسلامي امارت استازي ته د ګډون بلنه ورکول شوې، اسلامي امارت ته پکار ده چې د نړۍ او سیمې هېوادونو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره په دې ناسته کې ګډون وکړي.

باورونه هم دا دي چې اسلامي امارت باید دې ناستې ته یو استازی له پیاوړې اجنډا سره ولېږي؛ څو د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ رامنځته شوې بې باوري را کمه او رسمي تعاملات پیل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « که اسلامي امارت په دې ناسته کې ګډون وکړي نو دا به ډېره ښه وي، ځکه دا یو ډېر ښه فرصت دی خو په دې شرط چې یوه ښه غوښنه اجنډا ولري او بیا دغې اجنډا ته عملي بڼه ورکړي، د بېلګې په توګه دوی کولی شي چې داسې یوه اجنډا ولري چې د نجونو او ښځو د حقونو مساله او  د نجونو د زده کړو مساله یقیني کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل ځدراڼ وايي: « زما په نظر دا  ناسته زموږ افغانستان، ولس او اسلامي امارت لپاره ډېره مهمه ده، نو دې کې ګډون هم اړین دی چې د اسلامي امارت مشران لاړ شي او هلته د افغانستان رېښتینی انځور وړاندې کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف هم د دوحې ناسته د افغانستان او سیمې لپاره مهمه او اغېزمنه ګڼلې چې په رسمي ډول به یې استازی په کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist