Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

کارپوهان: اسلام اباد لاهم د کابل قضیو ته د سړې جګړې په سترګه ګوري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/31

کابل کې وړمه ورځ د سیمه‌ییزې همکارۍ  نوښت ناسته  چې د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه، د روسیې، چین او ایران په شمول د ۱۱ هېوادونو استازو په کې ونډه درلوده.

په دغه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو ځانګړو استازو او لوړ پوړو ډیپلوماتانو ګډون کړی و؛ خو د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په دغه ناسته کې له ګډون ډډه وکړه او پرځای یې په کابل کې د اسلام اباد شاژدافیرعبیدالرحمان نظاماني ګډون کړی و، چې له ډيپلوماتیک پلوه یې په غونډه کې د پاکستان ټیټ حضور په ډاګه کاوه.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د کابل په ناسته کې د پاکستان کمرنګه او ټیټ ډیپلوماتیک حضور د دې ښکارندويې کوي، چې لاهم دغه هېواد د افغانستان قضایاوو ته د سړې جګړې په سترګه ګوري.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د کابل په محور د سیمې ۱۱ هېوادونو وروستۍ ناسته او په دې ناسته کې د پاکستان ټیټ ډیپلوماتیک حضور، یاد هېواد د لوی درستیز افغان دښمنه څرګندونې او په ټوله کې د پاکستان پالېسۍ او دريځونه په دې مانا دي چې لا هم پاکستان د افغانستان قضیې ته د سړې جګړې د افکارو پر بنسټ ګوري او هېڅکله هم یو واحد او پرمختللی افغانستان نه غواړي.

 پر همدې بنسټ زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید په همدې دریځ او فکر له پاکستان سره ډيپلوماسي او سیاست وکړي.»

ځينې نور بیا وايي، له افغانستان سره د پاکستان د مخالفتونو کچه تر دې لوړه ده چې اوس هغه سیمه‌ییزې ناستې چې د افغانستان په ګټه یادېږي نه شي زغملی، ګډون ته یې زړه نه ښه کوي او که ګډون هم په کې کوي نو په ډېره ټیټه کچه یې وي.

دوی وايي، پاکستان هېڅکله هم په افغانستان کې ځواکمن مرکزي نظام نه غواړي او هغه نظامونه چې سر پورته کړي دوی یې مخالفت کوي.

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان هره هغه نړیواله او یا سیمه‌ییزه ناسته کې، چې په هغې کې د افغانستان موقف پیاوړی وي او افغانانو ته یې امنیتي او اقتصادي خېر ښګېڼه ورسي، دوه مخې لوبه لوبوي. تاسې په پرونۍ ناسته کې هم ولیدل چې پاکستان یو شاژدافیر رالېږلی و، دا په دې مانا دي چې ګواکې موږ د افغانستان له اوسني سرپرست حکومته په کوچنیو یا لویو مسایلو خفه یو، دوی په افغانستان کې پیاوړی قدرتمند حکومت نه شي زغملی او تل یې په بېلابېلو مسایلو کې له افغانانو سره خپله دښمني څرګنده کړې ده.»

په ټوله کې غوښتنه دا ده چې د پاکستان په شمول د سیمې ټول هېوادونه په خپلو کې د اقتصادي اتصال، سیاسي اړیکو او د سیمې د امنیت لپاره باید کوټلي او متحدانه ګامونه پورته کړي او له خصمانه سیاستونو دې لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « موږ غواړو افغانستان د نړۍ د همکارۍ مرکز وګرځي. زه هیله لرم چې د سیمې هېوادونه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره یو څرګند او واحد دریځ خپل کړي.»

له دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د افغانستان په تړاو جوړه شوې یوه سیمه‌ییزه ناسته کې له ګډون ډډه کړې وه او دا دویم ځل دی چې د اسلام اباد ځانګړی استازی د افغانستان پر ګټه جوړې شوې ناسته کې ګډون نه کوي.

 د کتوونکو په باور له دې د پاکستان هڅه دا وه چې د کابل ناسته بې ارزښته وښي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist