د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست شیخ زاید پوهنتون له استادانو سره د ناستې پرمهال ویلي، سرپرست حکومت له ګڼو هېوادونو سره پر سیاسي تعامل سربېره د بیارغونې په برخه کې د همکاريو جلب په اړه هم د پام وړ پرمختګونه کړي.
عبدالکبیر ویلي، هېڅ هېواد دې له افغانستانه د خطر احساس نه کوي او په خبره یې د ورته خطر د رفعه کولو په موخه په افغانستان کې د اوسني حکومت استحکام غوره بديل دی.
هغه زیاته کړې:« یوازې اسلامي امارت کولی شي نړۍ ته د امن او باور تظمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به ستاسو پر ضرر نه استفاده کېږي. تاسو له افغانستانه تشوېش مه لرئ. افغانستان او امن او سولې کور دی. د تاریخ په اوږدو کې افغانانو چاته زیان نه دی رسولی.»
اخوا د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، سره له دې چې سرپرست حکومت د پوهنتون او مدرسې ترمنځ توپیر له منځه وړی، خو په خبره يې ځینې معرضې کړۍ هڅه کوي څو عامه اذهان برعکس مديريت کړي.
د حنفي په خبره، حکومت ژمن دی، چې د عصري علومو زدهکړې او د اکاډميکو مرکزونو پیاوړتیا ته کار وکړي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت غړی انس حقاني بیا مني چې د هېواد په ډېریو سیمو کې لاهم ښځو ته پوره شرعي حقوق نه دي ورکړل شوي.
حقاني د پوهنتون له استادان غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو حقونو د خونديتوب لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه زیاتوي:« په کلیو او بانډو کې پر اناثه طبقه باندې د سړیو له لوري ډېر ظلم روان دی. یو هغه د غربیانو د حقوقو خبرې دي چې د ښځو حقوق یادوي، هغه جدا خبرې دي، زموږ او ستاسو په ټولنه کې هغه شان نه شي کېدی. یو زما او ستا د شریعي او کلتور له مخې، دا حقوق دي دا باید زموږ استادان، زموږ لوستې طبقه او مسوولین په دې کې مسوولیت لري.»
د سرپرست حکومت دا چارواکي داسې مهال د عصري علومو او ښځو حقوقو په برخه کې دا څرګندونې کوي، چې لا هم په هېواد له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو حق نه دی ورکړل شوی او د سرپرست حکومت له واک ته رسیدو وروسته، له نږدې درېیو کلونو راهیسې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې پاتې دي.