په کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار ناسته چې د سیمې څلور مهم هیوادونه روسیه ، چین ، ایران او پاکستان یې غړي دي له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره خورا ارزښتناکه ده.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کابل کې د دغې ناستې جوړېدل د دې ښکارندوي کوي چې لاهم سیمه د افغانستان په اوسني نظام باور لري او د ځان لا ډاډګیرنې لپاره له افغان چارواکو سره له نږدې خبرې کولو غواړي.
دوی وايي، په دغه ناسته کې به د سیمې اندیښنې ځواب شي او هېوادونه به په سیمه کې له شته فرصتونو د ګډې استفادې لپاره همغږي او ګډ اتصال رامنځته کړي چې افغانستان به یې هم برخه وي.
د دوی په خبره، پکار ده چې افغان چارواکي ورته نورې ناستې هم په کابل کې جوړې کړي او د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو ته په کې بلنه ورکړي.
ونښلي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« دا د سیمې او اسلامي امارت ترمنځ یو ډېر مهم پرمختګ دی. له دې لارې به اسلامي امارت او سیمه وکولی شي خپلې چارې همغږې کړي، د سیمه ییز اتصال سلسله به چټکه او پیاوړې شي او په لویه کې به د سیمې اندېښنې او د سیمې له فرصتونو د ګډې استفادې لپاره یو ګډ مېکانیز باندې کار وشي. که چېرته اسلامي امارت ورته ناستې په افغانستان کې زیاتې کړي، له بهرنیو هېوادونو سره په کابل کې ناستې وشي، بهرنیو فکري مرکزونو سره ناستې وشي، له پوهنتونونو سره ناستې وشي، دا به موږ له نړۍ او سیمې سره نېغ په نېغه ونښلوي.»
د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دا د طالبانو لپاره یو ډېر ښه سیاسي فرصت دی او له دې فرصته باید دوی( طالبان) ډېره سیاسي ګټه پورته کړي. په وار وار دغه ډول ناستې له افغانستانه بهر په ځېنو هېوادونو کې شوي دي. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې دغسې په زړه پورې او مهمه ناسته جوړېږي. زه فکر دا یو ښه نوښت دی خو اسلامي امارت په خپل مثبت دریځ باندې د دې ناستې د وینا والو وړاندیزونو پخلی وکړي.»
ځينې نور بیا وايي، په کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ د تماس ډلې ناسته له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
دوی وايي، په کار ده چې افغان چارواکي په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي او د دغې ناستې پرمټ د سیمې او ګاونډيو هېوادونو همکاري او مرسته جلب کړي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« د افغانستان له حکومته غواړي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بشري حقوق مراعت کړي، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص کړي او ښځو ته د کار حق ورکړل شي، پر دې ټولو مسایلو باندې خبرې کېږي.»
په ټوله کې باور دا دی چې د تیرو دوه کلونو په پرتله اوس د افغانستان دحکومت په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو دریځ مثبت بدلون موندلی خو ورسره د حسنه او پر متقابل درناوي ولاړو ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت یو لړ بدلونونو ته اړتیا لري چې باید کابل یې په خپل داخلي او بهرني سیاست کې راولي .
د جمهوریت له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې کابل د سیمې پر کچه د داسې سترې او مهې ناستې کوربه دی.
کتوونکي په دې باور دي چې په دغه ناسته کې به ګډون کوونکي هېوادونه خپلې اندیښنې له افغان چارواکو سره شریکې کړي او همدا راز له ترهګرۍ او نشه یې توکو سره د مبارزې د نجونو او ښځو د حقونو او ورته د کار او زده کړو د اجازې د ورکړې په برخه کې غوښتنې وشي.