Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د واورې ورښت هېواد کې وچکالۍ مخنيوي لپاره د خلکو هيلې زياتې کړي

د واورې ورښت هېواد کې وچکالۍ مخنيوي لپاره د خلکو هيلې زياتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/29

د ۱۴۰۲ کال د ژمي لومړنۍ واوره د یک‌شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې پیل شوه چې د عامو خلکو هیلې یې راوټوکولې.

خلک وايي، د تازه پيل شوي ورښت په وسيله به راتلونکی کال د احتمالي وچکالۍ په اړه د عامو افغانانو اندېښنې په نسبي توګه له منځه لاړې شي.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، ورښتونه د وچکالۍ ترڅنګ بېلابېلې ناروغۍ له منځه وړي او په خبره يې د هېواد په ابادۍ ښه اغېز لري.

 د کابل ښار یو تن اوسېدونکی بهرام وايي: « زموږ مشرانو به ویل واوره تر سروزرو هم موږ ته ښه ده، هر څه ته ګټوره ده او دا د الله تعالی رحمت دی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی میراګل بیا وايي: « واوره هم رحمت دی، هم نعمت دی. بزګرانو، مریضانو او کلي، ولس ته ګټوره ده. له دې سره ناروغۍ له منځه ځي، فصلونه شنه کېږي؛ نو په هر لحاظ ګتوره تمامېږي.»

خلک که له یوې خوا ورښتونو ته خوښ دي، خو له بلې خوا په هېواد کې د یو شمېر بې وزلو په حال اندېښمن دي، چې د ژمي یخې شپې ورځې تر خېمو لاندې تېروي. 

د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي د سون او خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، له ورښتونو سره سم د سون توکو بیې یو پر دوه لوړېږي او د حکومت لخوا یې څارنه په ښه توګه نه کېږی.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی قربان الله وايي: « نرخونه ډېر لوړ دي لرګې په ۱۰۵۰۰ یا ۱۱۰۰۰ افغانۍ یو خاروار دي، له دې امله یې نرخ لوړ دی چې لرګي بند دي او طالبان یې نه پرېږدي وايي، تاسو شنه ځنګلونه وهۍ؛ نو موږ خو وچ لرګي راوړو شنه لرګي خو نه راوړو. د سکرو ډبرې هم اوس په ۱۳زره افغانۍ دي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جهاد وايي: « په ټوله کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، وضعیت سم نه دی، کاروبار نشته. له دولت مو غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي څو خلک دنده پيدا کړي او هوسا ژوند ولري.»

له دې سره د کابل ښاروالۍ مسوولین د خلکو شکايتونه مني او د سون او خوراکي توکو د بيو کنټرول په اړه د خپلو هڅو د دوام خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « تاسې په جریان کې یاست چې د کابل ښاروالۍ په مشخصه توګه کابل کې له دوو کلونو له زیاتې مودې راهیسې نرخنامې توزیع کوي او ټول لومړني او د سون توکي په نرخنامه کې شامل دي او له مخې یې نرخونه کنټرول او څارل کېږي. د ډبرو سکرو په بیه کې د اسلامي امارت له لوري ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی. هغه هوکړه لیک چې د کابل ښاروالۍ یې له کانونو او پټرولیم وزارت سره لري له مخې یې کابل ښار کې ۲۲ مرکزونه مشخص شوې چې په مناسبه بیه پېرل کوي.»

که څه هم خلک او بزګران ورښتونو ته خوښ دي خو  له بلې خوا هېواد کې خراب اقتصادي وضعیت خلک اندېښمن کړي او د خراب اقتصادي وضعیت له امله د ژمي شپې او ورځې په سختۍ ورباندې تېرېږي.

 دوی له حکومته غوښتنه کوي چې له بې وزلو سره مرستې وکړي ترڅو د ژمي شپې ورځې تر یوه بریده په اسانۍ تېرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist