Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د افغانستان په تړاو نړیوالو کېدونکو ناستو کې د ا.ا استازي بلنه اړینه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/25

ټاکل شوې روسیه د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو د یوې څلوراړخیزې ناستې کوربه وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې ناسته کې د چین، ایران او پاکستان د ګډون د خبر ترڅنګ، له نړۍ سره د تعامل پر څرنګوالي بحث، د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او دغه راز د نشه يي توکو اړوند د متصورو جرمونو پر سر خبرې د بحث غټ ټکي بللي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د موضوعاتو پر محوریت د ورته ناستو جوړېدل اړین بولي؛ خو ټینګار لري چې د سرپرست حکومت استازی باید په کې ګډون ولري او د ناستې اصلي برخه وي.

د مجاهد په خبره، د ورته ناستو اصلي موخې باید له سیاسي اهدافو ورهاخوا د افغانانو اصلي غوښتنې منعکس کړي.

مجاهد زیاتوي: « کومې ناستې چې د افغانستان په اړه کېږي یو شرط  یې دا دی چې د افغانستان استازي په کې ګډون ولري او له خپل دریځه هلته دفاع وکړي. دویمه خبره دا چې هر ډول ناستې باید د افغانستان په ګټه وي، د هېواد ثبات، امنیت او بیارغونې کوم کارونه چې روان دي، دا دې د نړیوالو غونډو په وسیله همغږي شي. له بده مرغه ځېني کسان د افغانستان په غېر حاضرۍ کې غږېږي چې دا هېڅ ګټه نه لري او د ځېنو ناستو موخې بل څه وي، چې دا بیا نوې ستونزې زېږوي.»   

په ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په ورته ناستو کې د اوسنیو چارواکو ګډوڼ د لا زیاتې اغیزمنتیا لپاره حتمي بولي.

 د دوی په باور که نړۍ په رېښتوني ډول د افغانستان معظلې او ستونزې ته د حللار موندنې په لټه کې دي باید د افغانستان ځمکنيو شرایطو او ملي ګټو ته په دریځ غوره کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « که په دغو ناستو کې د افغانستان اوسني حکومت استازي ګډون ولري؛ نو بیا به ځانګړی اهمیت ولري، ځکه چې د فغانستان استازی به هلته وکولی شي په مستقیمه توګه د امنیت، اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او سیاست په برخو کې د افغانستان ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي.»

ځینې نور که څه هم د دې ناستې د بحث موضوعات تکراري ګڼي؛ خو په سیمه او نړۍ کې روانو حالاتو ته په کتو وايي، روسیه او چین د سیمې لویو قدرتو په توګه غواړي له دې لارې په سیمه کې ځان ته لابي وکړي.

 د شنونکو په باور دغه هېوادونه غواړي له دې لارې د افغانستان په قضیو کې ځان ښکېل وښيي او په راتلونکې کې له دې لارې خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې خوندي کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په ټوله کې روسیه او چین هڅه کوي چې خپل پلویان په سیمه او نړۍ کې زیات کړي.»    

روسیه داسې مهال د افغانستان په تړاو د ناستې کوربتوب کوي چې ملګرو ملتونو په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د یوې بلې ناستې د رابللو ټټر وهلی چې په کې به له افغانستان سره د تعامل په څرنګوالي او د لار نقشې په تړاو بحث وشي.

که څه هم د دې ناستې کره نېټه لا نه ده مالومه؛ خو په کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازو د ګډون خبر ورکړل شوی

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist