Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډه خونه: د ترانزیټ پرمخ د بندو شویو لارو په اړه خبرې بې پایلې دي

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډه خونه: د ترانزیټ پرمخ د بندو شویو لارو په اړه خبرې بې پایلې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/18

په داسې حال کی چې له دې مخکې د ترانزیټ په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکره پر ډیورنډ فرضي کرښه له ترانزیټي لارو د تګ راتګ اجازه ورکول کېده؛ خو د تېرې جمعې په شپه پاکستان په یوه سملاسي پرېکړه کې د تورخم په شمول د غلام خان،  ډنډې پټان لارې په دې پلمه وتړلې چې افغان موټر چلونکي ویزه نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې روانې دي تر څو دا ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان او پاکستان ګډی خونې رئيس نقیب الله ساپي له شمشاد سره په خبرو کی وویل شاوخوا ۲۰۰۰ باروړونکی موټر دواړو خواوو ته له توکو بار ولاړ دي، چې د تګ اجازه نه ورکوي او له امله یې د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ساپی زیاتوي: « د افغانستان خصوصي سکټور سره موږ په اړیکه کې یو هغوی په دې ډېر خواشینې دي او هڅه کوي چې له حکومت سره خبرې وکړي، د  دولتونو ترمنځ هم خبرې شوې دي او دوې ورځې وړاندې په تورخم کې هم غونډه شوې چې بې پایلې پای ته رسېدلې ده، همداراز د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ هم اړیکې نیول شوي؛ نو هیلې شته چې دا ستونزې هوارې شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د ترانزیټ او اقتصادي راکړې ورکړې څخه د افغانستان د خلکو او حکومتونو پر وړاندې سیاسي ګټه اخېستې او هڅه کوي د افغانستان حکومتونو باندې فشار راوړي.

دوی وایي، د پاکستان دا ډول پالېسي د دواړو هېوادونو پر زیان ده او تر ډېره د همدې هېواد اقتصاد کمزوری کوي.

د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايی: « پاکستان تل ټرانزیټ او اقتصادي راکړې ورکړې او د افغانستان د اقتصادي کاروانونو څخه د افغانستان د ولس او د افغانستان د حکومتونو په خلاف سیاسي ګټه اخېستې.»

د سیاسي چارو کارپوه محمدیونس ځدران وايي: « زما په نظر مهمه خبره دا ده چې افغانستان اوسمهال  د پاکستان دروازو ته دومره اړتیا نه لري، لکه څومره چې یې خپله پاکستان لري. دوی په دې کار تر ټولو لوی تاوان خپلو سوداګرو او اقتصاد  ته رسوي، سره له دې چې د پاکستان اقتصادي وضعیت اوس هېڅ ښه نه دی؛ خو بیا هم سیاسي مسایل له اقتصادي مسایلو سره ګډوي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، د پاکستان حکومت ته په کار وه چې د دغسې پرېکړې پر مهال یې مخکې له مخکې افغان سوداګرو ته خبرتیا ورکړې وای، تر څو سوداګرو ته په دومره لویه کچه مالي زیانونه نه وای اوښتي.

افغانستان له پاکستان سره ۵ ترانزیټي لارې لري چې د دوړاو خواوو سوداګر له همدغو لارو هره ورځ په سلګونه کانټينرونو او باروړونکو موټرو کې تجارتي اموال لېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist