د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته او اړونده موسسو غوښتنه کوي چې د دغه ولسوالۍ پراخې کرنیزې ځمکې او په کې د مصروفو کروندګرو لپاره دې په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري وکړي.
دوی وايي، تر دې مهال د حکومت او اړوند ادارو له لورې د کرنې د ودې په برخه کې ورسره همکاري نه ده شوې.
د ډنډې پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي غازي وايي:« زموږ خوړ وچ ده کله اوبه په کې وي او کله نه وي. پنځه یا شپږ کاله وشول چې په دې خوړ کې اوبه نه شته. چا سره دومره وس نه شته چې د خپلو ځمکو لپاره برمه ووهي. نه د حکومت له لوري کلي په کلي کې راته برمې وهل شي.»
د ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ کې میشت ډېری خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې کبله اړتيا ده، چې د اوبو کانالونو کېندلو او د چکډیمونو جوړولو ترڅنګ د کمیاوي سرو او اصلاحي تخمونو په وېشلو سره ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ډنډې پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد نعیم وايي:« ستونزې شته دي، دلته خلک پر کرنه بوخت دي
دی. نن سبا د تورې سرې بیه لوړه ده، باید خلکو ته ورکړل شي.دغه راز خلکو باید د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.»
په ورته وخت کې ځایي چارواکي په لرو پرتو سیمو کې د خلکو اقتصادي ودې لپاره د بېلابېلو پروژو پلې ته ژمنتيا ښيي او وايي، په دې برخه کې د ځېنو همکارو موسسو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
د پکتیا اقتصاد رئیس محمد انور راشد وايي:« د خلکو اقتصادي ښه والي اسلامي امارت خپله هم هڅه کوي چې د خلکو بې وزلۍ کچه له منځه یوسي، ترڅو د خلکو ژوند ورسره ښه شي. دغه راز د موسسو او نړیوالو سازمانونو له لارې هم هڅه کوي چې په هېواد کې او په ځانګړي ډول پکتیا ولایت کې موږ د خلکو ستونزې درک او ورته رسېدنه وکړو.»
د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا ګڼ شمېر خلک هم پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند ورځنیۍ اړتیاووې پوره کوي، خو دوی په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو نشتون یوه جدي ستونزه ګڼي.