Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ د جاپان ساساکاوا بنسټ له مشر سره کتلي

توماس وېسټ د جاپان ساساکاوا بنسټ له مشر سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/11

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د جاپان د سولې بنسټ (ساساکاوا) مشر اتسوشي سونامي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي.

وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې بنسټ  له مشر اتسوشي سونامي سره یې په دې خبرو کې له افغانانو سره د جاپان او  د یاد بنسټ له همکارۍ او دوامدارې ښکېلتیا ستاینه کړې.

د وېسټ په وینا ،دواړو لوریو په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او دوامداره معیشیت په برخه کې  د ساساکاوا بنسټ پر ژمنتیا هم خبرې کړي.

هغه زیاته کړې:« خوښ یم، چې تېره ورځ مې د ساساکاوا د سولې د بنسټ له مشر ډاکتر اتسوشي سونامي سره وکتل. موږ د سولې او دوامداره معیشیت په برخه کې د دې بنسټ پر ژمنتیا خبرې وکړې. ما له افغانانو د ملاتړ لپاره د جاپان د دوامداره ښکیلتیا ستاینه وکړه.»

د  سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په تېرو۲۰ کلونو کې د بیارغونې ترڅنګ د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د جاپان رول مثبت ګڼي؛ خو ټینګار لري چې دغه هڅې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته ترسره شي.

 د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « جاپان چې د نړۍ د پرمختللي او پیاوړي اقتصاد لرونکو هېوادونو له ډلې دی؛ نو دا چې په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات لپاره کار وکړي؛ د افغانستان خلک به یې تود هرکلی وکړي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له اړمنو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې  بلاعوضه مرستې کړي چې جاپان یو له هغو دی.

خو د اقتصادي چارو شنونکي که څه هم د ورته بنسټونو دغه ډول مرستې په اوسنیو شرایطو کې ګټورې ګڼي، خو ټینګار لري چې دغه مرستې باید تر ډېره په پراختیایي پروژو ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په نظر که چېرې نړۍ له افغانستان سره مرسته او همکاري کوي؛ نو دا باید هم اقتصادي او هم بشردوستانه وي ترڅو موږ وکولی شو اقتصادي او پراختیايي پروژې پيل کړو او خلکو ته  د کار زمینه برابره کړو، ترڅنګ یې حکومت هم مسوولیت لري چې ځېني پروژې عملي کړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»      

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر  سراج الدین حقاني د یاد بنسټ اړوند پلاوي سره په لېدنه کې هېواد ته د ورته بنسټونو راتګ مثبت ګام بللی و او هېله یې ښودلې وه چې یاد بنسټونه وکولی شي نړۍ د افغانستان د واقعبینانه انځور په وړاندې کولو کې مثبت رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist