د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له شارژدافېر او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.
مولوي عبدالکبیر د ایران په کرمان کې وروستیو چاودونو ته په اشارې ویلي، چې داعش ډله د ګډ دوښمن په توګه د سیمې د ناامنه کولو هدف لري.
کاظمي قمي بیا ډاډ ښودلی چې ایران د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړی نه دی او هڅه کوي، افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ برخه وګرځوي؛ خو په خبره يې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل لاهم د ایران اساسي غوښتنه ده.
د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقیار وايي:« د همدې موضوعاتو او اړیکو په پياوړتیا خبرې وشوې، دا ناسته د افغانستان او ایران پر ګټه وه او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغېدو لپاره دې نورې ګړندۍ هڅې هم وشي.»
سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي: « دا چې داعش په افغانستان او ایران کې خپل بریدونه ډېر کړي، دا د دې ښکارندويي کوي چې په سیمه کې لوی قدرتونه امریکا او اسرائیل غواړي چې تشنج زیات کړي او د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راوپاروي.»
په ياده لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او شارژدافېر ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابوونکې کړۍ نه شي بریالۍ کېدی.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په سیمه کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو په موخه د هېوادونو ګډې همکارۍ مهمې بولي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وایي: « اړینه ده چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې په مقابل کې په خپلو پالېسیو، چلن او احساساتو کې بدلون راوړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اړینې کړنې ترسره کړي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په همکارۍ د افغانستان د خلکو لپاره د سولې، ثبات او لا زیات امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري، ګډ دوښمنان لري او په ورته وخت کې ګډې اندېښنې هم لري. په تېرو دوو کلونو کې په سیاسي ډګر کې د کابل او تهران تعامل دوستانه و، په اقتصادي ډګر کې یې اړیکې هم غښتلې وې، زموږ غوښتنه دا ده چې دا اړیکې لا زیاتې پراخه او تهران رسمي تعامل ته راوړاندې شي.»
د ریاست الوزاء سیاسي مرستیال ډاډ ښودلی چې د افغانستان خاوره له ګاونډیو سربېره د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هڅه کوي، چې د سیمې ثبات او امنیت کې خپل مثبت رول ولوبوي.