Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

امریکا یو ځل بیا له ا.ا د ترهګرۍ مخنیوي برخه کې پر کړو ژمنو د عمل غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/06

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان وضعیت څاري او هر هغه احتمالي ګواښ چې له دې هېواد څخه امریکا ته متوجه وي، سم‌لاسي به يې له منځه یوسي.

د یاد وزارت ویاند مېتو مېلر وايي، که څه هم په افغانستان کې امریکا حضور نه لري، خو  د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په پام به واشنګټن د امریکا خوندیتوب او هر ډول ګواښ مخنیوي ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:« که څه هم موږ په افغانستان کې حضور نه لرو، خو د ۲۰۲۲ م  کال په جولای کې د القالدې پر مشر برید ته په پام به موږ د امریکایانو خوندیتوب ته دوام ورکوو. طالبانو له موږ سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې کړي او موږ هېله لرو، چې دوی دا برخه تعقیب کړي. موږ د وضعیت څارنې او د تروریستي فعالیتونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره خپلې وړتیاوې پر خپل ځای ساتو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد واييي،  په افغانستان کې د القاعده په شمول هېڅ ډله فزيکي حضور نه لري او په خبره یې هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

مجاهد زیاتوي:« د القاعدې ډلې اوس په افغانستان کې هېڅوک نه شته دي او په دې اړه تشویشونه بې ځایه دي. بله دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې باندې وکاروي. په دې اړه باید هېڅوک هم تشویش ونه کړي.»  

بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا غواړي په یو ډول نړۍ ته دا وښيي چې پر افغانستان لاهم خپل نفوذ او څار لري او په دې توګه خپله افغانانو او نړۍ ته یو ډول اندېښنې پیدا کوي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« درې بعده دي لومړی بعد دا دی چې دوی( امریکا) غواړي نړیوالو ته وښيي چې اوس هم پر افغانستان باندې څه ناڅه حاکمیت لري. دویم دوی (امریکا) غواړي چې په داخل کې د حکومت او ملت ذهنیتونه مشوش کړي او درېیم دا چې دوی غواړي چې په نړیوال ستیج کې هم ذهنیتونه مشوش کړي.  له ګاونډیانو سره افغانستان تر پوښتنې لاندې راولي.»

له دې وړاندې سرپرست حکومت د امریکا په ګډون  د ګڼو هېوادونو هغه ادعاوې بې بنسټه بللې وې، چې په افغانستان کې يې د ترهګرۍ موجودیت او نړۍ ته یې د احتمالي ګواښونو په تړاو درلودې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist