Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: نور باید نړیوال فرصتونه له لاسه ونه وځي او ګټه ترې واخېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/04

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري تصویب شوی وروستی پریکړه لیک او د قزاقستان دریځ هغه فرصتونه دي چې ترې د ګټې اخېستنې په صورت کې افغانان له اوسني وضعیت ژغوري.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د نړیوال مشروعیت د نه درلودو او د لګېدلو بندیزونو له امله د هرې ورځې په تیرېدو سره په افغانستان کې د بشري بحران لمن پراخه کېږي.

دوی وايي، له دې وروسته باید هېڅ فرصت له لاسه ورنه کړل شي او د افغانانو اسلامي او ملي ارزښتنو په چوکاټ کې ترې ګټه واخېستل شي.

د کارپوهانو په باور اوسنیو شرایطو کې د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي چې له اسلامي نړۍ ، سیمې او نړیوالې ټولنې سره رسمي اړیکې ټینګې شي.

د سیاسی چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د افغانستان د څو اړخیزه، سنتي او دودیز سیاست غوښتنه دا ده چې نه یوازې موږ له سیمې، سترو سازمانونو او له غرب او شرق سره نږدې اړیکې ولرو، بلکې د اسلامي نړۍ ظرفیت؛ هغه که له اقتصادي، سیاسي او که له علمي او فرهنګي اړخه دی، له دې ټولو ګټه اخېستل هم ډېر اړین دي.»

کارپوهان وايي، رسمیت پيژندنه نه یوازې پر حکومتونو د خپلو ولسونو باور زیاتوي بلکې د هېوادونو امنیت هم په دایمي ثبات بدلوي.

دوی وايي، په کار ده چې د نظام دبقا لپاره له شته فرصتونو ګټه واخېستل شي او افغانستان یو ځل بیا په نړیوالو سټیجونو کې خپل ځای ځایګی پیدا کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په رسمیت پېژندل د دولتونو تر ټولو مهم لومړیتوب دی، ځکه له نړیوال رسمیت پېژندلو سره نه یوازې د دولتونو مشروعیت تړلی، بلکې د دولتونو راکړه ورکړه، له نړۍ سره د دوی سیاسي او اقتصادي تعاملات او په کوردننه د ولس د باور جوړونې په برخه کې پرمختګونه او په ټوله کې پر ثبات د امنیت بدلېدو کې ډېرمهم کردار لوبوي.»

ځینې نور بیا وايي، له تیرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې نړیوالو بندیزونو په افغانستان کې بشري وضعیت ناسم لور ته روان کړی او اوس افغانستان د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا لري خو د دغو مرستو راجلبول او د بندیزونو له منځه وړل د رسمي اړیکو ټینګښت له لارې ممکن دي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وایي: « د تجربو او تېرو څو میاشتو پېښو ته په کتو د اوسني سرپرست حکومت بهرنی سیاست ډېر اغېزناک نه و او په حقیقت کې له نړیوالې ټولنې سره په مقابل کې ولاړ دی، چې په دې ډول بشري، ټولنیز او سیاسي ناورین لا زیات شوی، حال دا چې افغانستان په یوازې توګه د دغه ډول ستونزو او بشري ناورینونو سره مبارزه نه شي کولی او موږ له پخوا زیات اوس د نړیوالې ټولنې ملاتړ او لا زیاتو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا لرو.»

په ټوله کې باور دادی چې ۲۰۲۴ کال به په نړیواله  کچه د افغانستان لپاره له ننګونو او فرصتونو ډک وي خو که چیرې په غوره شویو ځينو سیاستونو کې بدلون راشي، ورسره به تر ډېره د افغانستان شته ستونزې حل شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد جان رسولیار وايي: « ۲۰۲۴ کال کې به افغانستان له فرصتونو او ننګونو سره مخ وي. فرصتونه په دې معنی که چېرې د افغانستان موجوده حکومت وکولی شي په خپلو سیاستونو کې څه نا څه مثبت بدلون راوړي؛ نو له موجوده انزوا به را بهر شي، د نړیوالې ټولنې برخه به شي او هغه ستونزې او ننګونې چې اوس د افغانستان حکومت ته متوجې دي هغه به له منځه لاړې شي.»

د ملګرو ملتون امنیت شورا له لوري  افغانستان سره د تعامل څرنګوالي په تړاو  دپریکړه لیک  تصویب او د قزاقستان له لوري د تورلېسته د اسلامي امارت د واېستلو تصمیم هغه شنه څراغونه دي چې کتونکي یې د افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره د ښه فرصت په توګه یادوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist