له روسیې او تاجکستان وروسته دا ځل د سرپرست حکومت مخالفین غواړي چې د اتريش په پلازمېنه ويانا کې سره جرګه او د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه له بېلابېلو اړخونو بحث وکړي.
که څه هم د يادې ناستې اصلي موخه له اوسني وضعيته د افغانستان د اېستلو لارې نقشې جوړول بلل شوي، خو سرپرست بيا دا ناسته بې ارزښته بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حکومت مخالف جهتونه دې د تخريب پر ځای د افغانستان په ابادۍ کې برخه واخلي، خو په خبره یې دا برخه اخېستنه، په حکومتي چوکاټ کې دوی ته د ونډې ورکولو په مانا نه ده.
مجاهد زیاتوي:« ډېره ښکاره خبره ده، هغو کسانو چې دلته یې جفاوې کړي،د اشغال پلوي یې کړې، د افغانانو مال یې غصب کړی، پر لوړه سطحه یې بستونو کې لاس درلود، فساد کې یې لاس درلود، بدو اعمالو کې چې تېرو ۲۰ یا ۳۰ کاله موږ ورسره مخامخ وه په ټولو کې دوی لاس درلود او لویه ونډه یې په کې لرله او یوه برخه د ستونزو ول، افغانان هغوی بیا نه غواړي. دوی ټول باید زړه صبر کړي. البته افغانان دا کولی شي چې دوی ته خپل هېواد کې د ژوند کولو مجال ورکړي.»
مجاهد د عمومي بښنې په اړه د حکومت مشرتابه فرمان ته په اشارې یو ځل بیا د مخکېني حکومت له سیاسي څېرو غواړي،چې هېواد ته راستانه شي او حکومت يې د سر او مال د خونديتوب ډاډ ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوهان له بيا له حکومته غواړي چې له خپلو مخالفینو سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي، څو په خبره يې افغانستان بیا د یوې بلې کورنۍ جګړې قرباني نه شي.
د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« یو شمېر سیاسي او نظامي کړۍ چې اوس د هغوی پانګې په افغانستان کې پاتې دي، هغوی هم غواړي چې یو ځل بیا له همدې ادرسونو استفاده وکړي.»
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي په بهر کې د اسلامي امارت د مخالفینو له لوري په ترسره شویو غونډو کلکې نیوکې وکړې.
نوموړي زياته کړې، چې دغه ډول غونډې د حکومت د کمزوري کولو په موخه ترسره شوي؛ ځکه په خبره يې د اوسني حکومت استحکام د مخالفانو پر ګټه نه، بلکې پر زيان يې دی.