د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د هرات امنيتي ډيالوګ ناسته د افغانستان ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له لوري جوړه شوې.
د ناستې په لومړۍ ورځ که څه هم ډېرو ګډوالو د افغانستان اوسني وضعيت سمولو لپاره مذاکرات معقوله حل لار بللې، خو ځينو نورو بيا د افغانستان راتلونکي لپاره د جګړې بحث د غوراوي په توګه مطرح کړیی.
خو د سیاسي چارو شنونکي د جګړې په اړه د ناستې ځېنو ګډوالو مثبت دريځ د افغانستان له وضعيت سره نامسووله چلن ګني او زياتوي، دا ډله کسان د هغې اجنډا پر بنياد دريځ نيونه کوي چې پايله يې د افغانستان بربادي ده.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« جنګي او بشري جنایتکارو څېرو ۴۵ کاله د نړیوالو په ملاتړ او د ګاونډیو پر ملاتړ په ځانګړي ډول پاکستان زموږ د ولس او هېواد پر وړاندې یې بشري جنایتونه ترسره کړل، نور دوی ته دا ډګر تړل شوی دی. اوس د هېڅ زبرځواک هېواد زور پر افغانستان نه رسېږي، یوازې سیاسي او اقتصادي فشارونه به پر افغانستان باندې راوړي.»
ناستې ته د پاکستان پارلمان غړي او د پښتونخوا ځیني ملتپاله سیاسيون هم وربلل شوي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په تړاو خپل ليدلوري څرګند کړي.
کارپوهان د يادو ځېنو کسان ليدلوري چې په افغانستان کې پر جګړې متمرکز دي ردوي او وايي، د بلې جګړې هېڅ مجال نه شته دی.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« ایا دا چې د طالبانو پر وړاندې وسله واله جګړه اړینه ده؟ زه فکر کوم چې دا یوه تېروتنه ده، افغانان جنګ نور نه غواړی. افغانان دا غواړي چې له سیاسي لارې، د نړیوالې ټولنې او خپله افغانان په ګډه پر طالبانو فشار راوړي څو طالبانو سیاسي اصلاحات ومني.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د هرات امنیتي کنفرانس په تړاو وايي، د اهمیت او ارزښت نه لرلو له امله يې په اړه دريځ نيونه نه کوي.
د هرات امنيتي ډيالوګ په لومړۍ ورځ د يادې ناستې ډېرو ګډونوالو له اوسني وضعيت د افغانستان اېستنې لپاره پر مذاکراتو، د ټول شموله حکومت پر جوړولو، د بشري حقونو په تحقق او ګڼو نورو مسايلو ټينګار کړی دی.
په ياده ناسته کې دغه راز له نړيوالو غوښتل شوي چې د افغانستان بشري وضعيت مهارولو لپاره دې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري او لا زياتې کړي.